په افغانستان کې دطالبانو دیوه مهم کمانډرپشمول۱۱۹طالبان وژل شوي
په افغانستان کې په همداوروستیو کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او په ډيرو سیمو کې ځيني ولسوالۍ هم سره لاس په لاس کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، دافغانستان امنیتی ځواک په غزني ،ارزګان ،هرت ،سرپل ننګرهار لغمان،فاریاب ،بغلان ،بدخشان او تخار ولایتونو کې د طالبانوډلې پر پټنځایونو او مورچلو باندې په پاکونکو عملیاتو کې یوسل نولس طالبان وژلي او کابو ۴۲نور ئې ټپیان کړي دي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي په دغو نښتو کې د افغان امنیتی ځواک منګولو ته یوشمیر وسلې او مهمات هم لویدلي دي . طالبانوډلې د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي وئيلي .
همداراز ددغو سختو نښتو اومرګ ژوبلو په اړه له ننګرهاره زمونږ دخبریال راپور هم په ګډه سره آورو .