ډاکټر عبدا... د ولسوالیو پرېښودل د یو منظم پلان برخه نه ده
عبدا... ویلي چې دې او ځینې نورو مسائلو خلک پر حکومت بې باوره کړي او په خبره یې؛ د خلکو د نارضایتۍ ختمولو لپاره د حکومتولۍ په برخه کې اصلاحاتو او اړینو اقداماتو ته اړتیا ده.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدا... عبدا...وایي چې په پرلپسې ډول د طالبانو له لوري د ولسوالیو نیول کېدو خلک اندېښمن کړي او په وینا یې؛ دا د یو منظم پلان برخه نه ده او هغه څرګندونې سمې نه دي، چې ګویا ځینې سیمې د یو پلان له مخې طالبانو ته پرېښودل کېږي.
نوموړي نن د یو شمېر ځوانو رهبرانو سره په لیدنه کې زیاته کړې، ګڼ عوامل د دې باعث کېږي، چې افغان امنیتي ځواکونه ځينې ولسوالۍ او سیمې پرېږدي.
عبدا... ویلي چې دې او ځینې نورو مسائلو خلک پر حکومت بې باوره کړي او په خبره یې؛ د خلکو د نارضایتۍ ختمولو لپاره د حکومتولۍ په برخه کې اصلاحاتو او اړینو اقداماتو ته اړتیا ده.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د ګڼو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرا... صالح بیا ویلي چې طالبان دې دغه شاتګ ته د سقوط نوم نه ورکوي ځکه پرېښودل شوې سیمې به د دغې ډلې په ګورستان بدلې شي.