پارلیماني استازي دې په جیهوکې د پوځیانوترڅنګ شتون ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101770-پارلیماني_استازي_دې_په_جیهوکې_د_پوځیانوترڅنګ_شتون_ولري
 دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې  په افغانستان کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ  نښتې اوج ته رسیدلي  او هره ورځ  له  دواړو خواؤ څه دپاسه سل کسان خپل ژوند له لاسه  ورکوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2021 00:26 Asia/Kabul
  • پارلیماني استازي دې په جیهوکې د پوځیانوترڅنګ شتون ولري

 دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې  په افغانستان کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ  نښتې اوج ته رسیدلي  او هره ورځ  له  دواړو خواؤ څه دپاسه سل کسان خپل ژوند له لاسه  ورکوي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،  د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني  پرون ناوخته پخپل ټولنیز چینل کې  ليکلي دي ، د  پارلیمان استازي  دې خپلو انتخاباتي حوزو ته لاړ شي او د افغان  پوځيانو تر څنګ دې شتون ولري .

رحماني زیاته کړې  همداشان باید   دکابل دنړیوال ډګر  مسئولانو ته دې حکم ورکړل شي  هیڅ یوه پارلیماني استازي ته دې  له هیواده دبهر تلو اجازت ورنه کړي .

 څه موده مخکې  د افغانستان دفراه ولایت د خلکو ا ستازي  عبدالستار حسیني  وړاندیز کړی  چې د افغانستان پارلیمان دې تر دوو اونیو پورې چټي شي  او غړي دېئ  دجنګ جبهو ته  لاړ شي .

 دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې  په افغانستان کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ  نښتې اوج ته رسیدلي  او هره ورځ  له  دواړو خواؤ څه دپاسه سل کسان خپل ژوند له لاسه  ورکوي .