د افغانستان د دفاع وزارت:
د هلمند ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه شوه
Jun 18, 2021 17:36 Asia/Kabul
د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه کړه.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، وسلوالو طالبانو نن سهار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ باندې ډله ییز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د نوموړي په خبره افغان ځواکونو د بریدونو په پایله کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د ګرشک ولسوالۍ په بشپړ توګه د افغان ځواکونو تر واک لاندې ده.
تر دې وړاندې وسلوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی و او ادعا یې کړې وه چې ګڼ شمېر افغان سرتیري ورته تسلیم شوي او وسلې، تجهیزات د دوی لاس ته ورغلي دي.
دا چې د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې دواړو خواوو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې تر اوسه په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.