د قزاقستان او افغانستان چارواکو تجارتي صلاح مشورې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101912-د_قزاقستان_او_افغانستان_چارواکو_تجارتي_صلاح_مشورې_وکړې
د قزاقستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر او د سیاست او سټراټیجۍ په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر د دفتر عمومي منشي د دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او د متقابل تجارت د زیاتیدو څیړنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2021 02:48 Asia/Kabul
  • د قزاقستان او افغانستان چارواکو تجارتي صلاح مشورې وکړې

د قزاقستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر او د سیاست او سټراټیجۍ په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر د دفتر عمومي منشي د دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او د متقابل تجارت د زیاتیدو څیړنه وکړه.

د قزاقستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر او د سیاست او سټراټیجۍ په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر د دفتر عمومي منشي د دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او د متقابل تجارت د زیاتیدو څیړنه وکړه.

فارس خبري آژانس لیکلي چې کایرات تارابایف له حارث منان سره په انټرنیټي کتنه کښې وویل: د کرونا ناروغۍ له عواقبو سره سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د متقابل تجارت انداه د تیر ۲۰۲۰ کال په پاې کښې ۵۵.۲ فیصده زیاته شوې ده.

د قزاقستان د سوداګرۍ د وزیر مرستیال په دغې کتنې کښې وویل چې د سوداګري ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا په موخه قزاقستان له افغانستانه د میوو او سبزیجاتو اخیستو ته چمتو دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي کانفرنس د ترسره کیدو غوښتونکی دی.