طالبانو په تخار او بغلان کې نوره ولسوالۍ هم لاندې کړې 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101926-طالبانو_په_تخار_او_بغلان_کې_نوره_ولسوالۍ_هم_لاندې_کړې
د بامیان، بغلان او د پلخمري سمنګان ترمینځ په مینځ کې واقع  سیمه ده  چې طالبانو په اختیار کې په اخستو سره  سمنګان  او بامیان ولایتونه  د طالبانو په شیشت کې ورغلي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2021 08:59 Asia/Kabul
  • طالبانو په تخار او بغلان کې نوره ولسوالۍ هم لاندې کړې 

د بامیان، بغلان او د پلخمري سمنګان ترمینځ په مینځ کې واقع  سیمه ده  چې طالبانو په اختیار کې په اخستو سره  سمنګان  او بامیان ولایتونه  د طالبانو په شیشت کې ورغلي دي .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان  د بغلان  دولایتی شورا یوه مسئول مقام فیروز الدین  وئيلي دي ، بیګا له دهنه غوري ولسوالۍ څخه  د پلخمري په لور د حکومتي ځواک شاتګ ، دغه ولسوالۍ   له جګړې پرته طالبانو نیولې ده .

 دغه ځاي مسئول وئيلي دهنه غوري ، د بامیان، بغلان او د پلخمري سمنګان ترمینځ په مینځ کې واقع  سیمه ده  چې طالبانو په اختیار کې په اخستو سره  سمنګان  او بامیان ولایتونه  د طالبانو په شیشت کې ورغلي دي .

 په عین حال کې  د افغانستان  دپوځ قوماندانۍ له دغې ولسوالۍ  دشاتګ په تآئيدولو  سره  مدعي شوي ،  له دغه تاکتیکي  اقدام څخه موخه ، عامو خلکو ته د  زیاتو مرګ ژوبلو له اوښتو مخنیوی دی .  وئيل کيږ ي دغه ولسوالۍ څه مودې مخکې  دوه کاله وروسته  له طالبانو پاکه شوې وه . همداراز په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي ، چې په تخار ولایت کې  هم څلور ولسوالۍ د طالبانو منګولو ته لویدلي دي .