د طالبانوجنګ غواړی خوي په افغانستان کې دسولې دټینګیداخنډ دی 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101932-د_طالبانوجنګ_غواړی_خوي_په_افغانستان_کې_دسولې_دټینګیداخنډ_دی
 د افغانستان ولسمشر وئيلي ،که طالبان  په جنګ  او تاؤتریخوالي زیاتولو ټينګار کوي ،نو د حکومتی ځواک او ولس له سخت او کوټلي ځواب سره به مخ شي .  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2021 09:40 Asia/Kabul
  • د طالبانوجنګ غواړی خوي په افغانستان کې دسولې دټینګیداخنډ دی 

 د افغانستان ولسمشر وئيلي ،که طالبان  په جنګ  او تاؤتریخوالي زیاتولو ټينګار کوي ،نو د حکومتی ځواک او ولس له سخت او کوټلي ځواب سره به مخ شي .  

 طلوع نیوز خبری چینل راپورورکړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني   په یولړ دستورو کې   په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو باندې د طالبانوډلې د  حملو سختیدا په کلکه غندلې او وئيلي ئې دي ، دغه ډله بایدپه دې پوهه شي ،  چې په تاؤتریخوالو او  وژلو زیاتولو سره  قدرت ته نشي رسیدلی .

 د افغانستان ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وئيلي دي ، د ښونځیو په ړنګولو او سوځولو سره ،د بیخ بینائي تاسیساتو په کنډوالو په بدلولو او دعامو خلکو په لارو کې د مایونو په کيښودلو سره دوي پر ولس حکومت نشي کولی .

 اشرف غني  دسولې دخبرواترو په ملاتړ سره  زیاته کړې ،یوازې  له جنګه لاس په سر کیدا  او په  ملی خبرواترو کې په ګډون سره ، افغانستان ته سوله او ثبات ستنیدلی شي.

 د افغانستان ولسمشر وئيلي ،که طالبان  په جنګ  او تاؤتریخوالي زیاتولو ټينګار کوي ،نو د حکومتی ځواک او ولس له سخت او کوټلي ځواب سره به مخ شي .