په سولې کې د ایران او پاکستان فعال رول ستایونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101958-په_سولې_کې_د_ایران_او_پاکستان_فعال_رول_ستایونکی_دی
 د افغانستان ولسمشر پخپلې وینا کې  په ایران او پاکستان کې  د میلیونونو افغان کډوالو  شتون ته له اشارې پرته ،  هیواد ته د کډوالو دستنیدا لپاره  د مناسبو شرائطو رامینځةکیدا  د خپل حکومت دنده وبلله او وې وئيل مونږ ژمن یوو چې   افغان کډوال د هیواد ستره پانګه ده  او  له دغې پانګې باید درست افغانان ګټه پورته کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 21, 2021 00:12 Asia/Kabul
  •   په سولې کې د ایران او پاکستان فعال رول ستایونکی دی

 د افغانستان ولسمشر پخپلې وینا کې  په ایران او پاکستان کې  د میلیونونو افغان کډوالو  شتون ته له اشارې پرته ،  هیواد ته د کډوالو دستنیدا لپاره  د مناسبو شرائطو رامینځةکیدا  د خپل حکومت دنده وبلله او وې وئيل مونږ ژمن یوو چې   افغان کډوال د هیواد ستره پانګه ده  او  له دغې پانګې باید درست افغانان ګټه پورته کړي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني  د دغه هیواد د سولې په تل پاتې بهیر او ثبات رامینځة کونې کې د  اسلامی ایران او پاکستان  دلافعال رول هرکلی کړی دی .

 اشرف غني پرون په یوې ناستې کې چې  په کابل کې د ولسمشرۍ په ما ڼۍ کې  د  مهاجرت ورځې په مناسبت  جوړه شوي ،  له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ایران اوپاکستانه غوښتي دي ،څو په افغانستان کې دې  دعادلانه او تل پاتې سولې  اوثبات د رامینځةکیدا زمنیه برابره کړي .

 د افغانستان ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  نړیواله ټولنې  طالبانو ډلې ته سیاسی حیثیّت ورکړی دی ،ووئیل ،طالبان  دافغانستان د جنګ د  دوام مسئول دي  او هره ورځ  عمومی تاسیسات  ورانوي  او عام خلک په نښه کوي. اشرف غني  دنړۍ پر هیوادونو هم غږ کړی ، څو  پر خلکو دطالبانو ډلې له خوا  تپل شوی غیر شرعي جنګ دې محکوم کړي .

 د افغانستان ولسمشر پخپلې وینا کې  په ایران او پاکستان کې  د میلیونونو افغان کډوالو  شتون ته له اشارې پرته ،  هیواد ته د کډوالو دستنیدا لپاره  د مناسبو شرائطو رامینځةکیدا  د خپل حکومت دنده وبلله او وې وئيل مونږ ژمن یوو چې   افغان کډوال د هیواد ستره پانګه ده  او  له دغې پانګې باید درست افغانان ګټه پورته کړي .

په تیرو څلورو لسیزو کې  کډوالۍ  په میلیونونو افغانانو ته جدی تاوانونه اړولي  او دوي  د جنګونو د دوام ،بې وځلۍ او طبیعي پيښو له امله ډير زیات تاوانونه  موندلي دي .