په کندوز کې دشت ارچي سیمه هم طالبانو ته سپارل شوي
د افغانستان پوځ مدعي دی ،له ځینو سیمو دشاتګ موخه د عامو خلکو دمرګ ژوبلو د مخنیوي په موخې سره تاکتیکي اقدامات دي .
زمونږ خبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی ، د افغانستان د کندوز ولایتی شورا مشر محمد یوسف ایوبي وئیلي دي ،دشت ارچي ولسوالۍ پرون ناوخته د امنیتی ځواک دکمزورتیا او له دغې ولسوالۍ دشاتګ په دلیل له کومې نښتې پرته طالبانو ته سپارل شوي ده .
د کندوز د ولایتی شورا مشر له لازیاتو جزیاتو ډډه کړې اویوازې ئې وئيلی دي ، امنیتی ځواک شاتګ کړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددشت ارچي ولسوالۍ نیولل تائيد کړي دي په وروستیو اونیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو په تیره بیا په شمالي ولایتونو کې په لسګونو ولسوالۍ د طالبانو منګولو ته لویدلی او دا موضوع د خلکو اوسیاسی ډلو ټپلو د اندیښنو لامل شوې ده .
د افغانستان پوځ مدعي دی ، له ځینو سیمو دشاتګ موخه د عامو خلکو دمرګ ژوبلو دمخنیوي په موخې سره تاکتیکي اقدامات دي .