د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ دطالبانو په لاس سقوط شوې
په همدا وروستیو کې دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان ملی اردو او طالبانو ترمیڼځ نښتې اوتاؤتریخوالی په اوڅاره توګه زیات شوي او زیاتره قربانیان ئې هم عام خلک دي .
زمونږ خبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوه .
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي دې لسګونه افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي او ولسوالئ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده.
هڅه وشوه څو په دې اړه د میدان وردګو ولایت د امنیتي او سیمه ایزو چارواکو نظر واخلو خو تر دې دمه پکې بریالي نه شوو.
د دې ولایت د ولایتي شورا استازی شریف ا...هوتک تهران راډیو سره په مرکې کې وویل،له تیرې شپې راهیسې په یادې ولسوالۍ کې میشت امنیتي ځواک د تجهیزاتو دنه شتون له کبله طالبانو ته تسلیم شول او ولسوالۍ دمګړۍ د طالبانو په لاس کې ده .
په دې اړه مفصل راپور له خپل خبریال نعمت ا... څخه آورو