ایران د افغانستان د سولې دخبرواترو کوربتوب ته تیار دی
د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کې د جمهوریت د اصل او اساسی قانون ملاتړ کړیاو له حکومت سره ئې دحکومت اړیکې ئې له افغانستان سره دخپل سیاست په لومړیتوب کې راوستي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په چارو کې دایران دخارجه وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان پرون په کابل کې د افغانستان له خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره په کتنې کې په افغانستان کې د سولې دخبرواترو د کوربتوب لپاره دتهران چمتووالی اعلان کړ .
طاهریان زیاته کړې ،دافغانستان د حکومت دسولې له پروګرام او هغو نوښتونو څخه چې د جمهوری اسلامی نظام د چوکاټ په ساتنې سره ددغه بهیر له بریالیتوب سره مرسته کولی شي،ملاتړوکړي .
د افغانستان خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د افغانستان د سولې دبهیر دبریالیتو بلپاره د سیمه ایزې اجماع پیاوړتیا ضروري وبلله او په دغه بهیر کې ئې د ایران رول ډیر مهم او ارزښتمند وبالۀ.
د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کې د جمهوریت د اصل او اساسی قانون ملاتړ کړیاو له حکومت سره ئې دحکومت اړیکې ئې له افغانستان سره دخپل سیاست په لومړیتوب کې راوستي دي .