په ننګرهار  کې یو ډګروال  او اتیا وسله وال  طالبان   وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102122-په_ننګرهار_کې_یو_ډګروال_او_اتیا_وسله_وال_طالبان_وژل_شوي
د حصارک په څنګلوری ولسوالۍ کې د جګړې لارښود او د ملي اردو د دریمی لوا د ارکان مشر ډګروال نورجان تیره شپه ددغه ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د پټلو په سیمه کې له مخالفو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 24, 2021 09:34 Asia/Kabul

د حصارک په څنګلوری ولسوالۍ کې د جګړې لارښود او د ملي اردو د دریمی لوا د ارکان مشر ډګروال نورجان تیره شپه ددغه ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د پټلو په سیمه کې له مخالفو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو .

زمونږ خبریال  له ننګرهاره راپور راکړی،د افغانستان د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي په تیرو درو ورځو کې د ننګرهار ولایت په لیرې پرتې حصارک غلجایی ولسوالۍ کې د هوایي . توپچې او زمکنیو بریدونوپه پایله کې څلور دیرش  وسله وال  طالبان وژل شوي او شپږ څلویښت نور ژوبل شويدي.

دوالي ویاند وویل دطالبانو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له مینځه وړل شویدي. عطا ا... خوږیاڼي د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړل خو زیاته یی کړه چې په حصارک غلجایی ولسوالۍ کې به دا عملیات همداسی دوام وکړي.وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسی حال کې ده چې د ننګرهار ولایتی چارواکو د حصارک په څنګلوری ولسوالۍ کې د جګړې لارښود او د ملي اردو د دریمی لوا د ارکان مشر ډګروال نورجان تیره شپه ددغه ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د پټلو په سیمه کې له مخالفو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو .

په ډې اړه له ننګرهاره زمونږ  دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو