د پاکستان له نظره امریکا ته د اشرف غني او عبدا...  سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102134-د_پاکستان_له_نظره_امریکا_ته_د_اشرف_غني_او_عبدا..._سفر
 د  پاکستان حکومت  له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د وتلو دبهیر له هماغه پیله  په ډاګه وئیلي وو چې پخپل ګاونډي هیواد کې  د هرډول اړۍ ګړئ د رامینځةکیدا مسئول  نه دي ، او پرپاکستان د هر ډول تور لګول او رټل به ئې هیڅ نتیجه  ونه لري  .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 11:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان له نظره امریکا ته د اشرف غني او عبدا...  سفر

 د  پاکستان حکومت  له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د وتلو دبهیر له هماغه پیله  په ډاګه وئیلي وو چې پخپل ګاونډي هیواد کې  د هرډول اړۍ ګړئ د رامینځةکیدا مسئول  نه دي ، او پرپاکستان د هر ډول تور لګول او رټل به ئې هیڅ نتیجه  ونه لري  .

 د پاکستان حکومت  امریکا ته د افغانستان  د ولسمشر اشرف غني سفر ، په دغه هیواد کې د طالبانو د حملو او خوخښتونون له زیاتیدا سره په یووخت  څاري  او دا ویره لري ، چې د  کابل چارواکي  له دغه سفره،  ددغه هیواد د سولې  د اوسني وضعیّت لپاره  داسلام اباد په ګرَم بللو کې  استفاده وکړي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني  نن سهار د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ له خپل امریکائی همڅنګ سره دلیدوکاتو لپاره  واشنګټن ته تللی دی .

 اشرف غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امر ا..صالح ،د  ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا...عبدا...،خارجه وزیر محمد حنیف اتمر ،د ملی امنیت سلاکار حمد ا...محب  او د افغانستان د ارتباطاتو  د ادارې مشر وحید عمر  ملګرتیاکوي .

 د  پاکستان حکومت  له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د وتلو دبهیر له هماغه پیله  په ډاګه وئیلي وو چې پخپل ګاونډي هیواد کې  د هرډول اړۍ ګړئ د رامینځةکیدا مسئول  نه دي ، او پرپاکستان د هر ډول تور لګول او رټل به ئې هیڅ نتیجه  ونه لري  .

 د پاکستان حکومت امریکا ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی او دملی مصالحې دلوړې شورا د مشر عبدا...عبدا...سفر پخپل ذره بین کې راوستی او د کابل چارواکو ته ئې دا پیغام مخابیره کړی دی،چې باید  د اسلام اباد د رټلو او ورباندې د تورونو دلګولو لپاره  دې له امریکائی  لوري سره د مشورو له فرصته ناسمه استفاده ونه کړي .

Image Caption

 

 په پاکستان کې ډيپلوماټیکو سرچینو،د طالبانو په لاس په افغانستان کې د لسګونو ښارونو اوسیمو  له نیول کیدا سره  په یووخت  وئیلي دي د کابل حکومت په داخل کې ځیني عناصر شته چې د تور ګوته ئې  د اسلام اباد په لور اوږده   شوې ده .

 په دې زمینې کې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې  په خبری سایټ کې لیکلي دي، واشنګټن ته د اشرف غني سفر نه یوازې د افغانستان د جنګ ځپلي هیواد د راتلونکي لپاره  مهم دی، بلکې ددغه سفر په ایجنډا کې  د سولې دموخو په پرمخ بیولو کې د اسلام اباد دحکومت رول هم یوه مهمه چاره ده .

 په افغانستان کې د تاؤتریخوالو له زیاتیدا او  ددغه هیواد له مختلفو سیمو داندیښمنونکو راپورونو له منعکس کیدا سره په یووخت،په اسلام اباد کې  د پاکستان دپوځ  داطلاعاتي ادارې آئي ایس ائي  په مرکز کې  دپاکستان دلومړي وزیر  عمران خان په مشرۍ  د لوړپوړو چارواکو  یوه غونډه جوړه شوي ده،چې د پاکستان سیاسی او پوځي چارواکو  پکې د افغانستان ترټولو وروستي بدلونونه او  له دغه هیواد سره  دپولو دساتنې په باب   ارزونې کړي دي .

 اسلام ا باد  له کابل سره دتاؤتریخوالو په لازیاتیدا باندې اندیښمن دی  او له بل پلوه  له افغانستانه د امریکائي پوځ   دمسئولانه وتلو غوښتونکی دی ، ځکه که داسې نه وي،نو په افغانستان کې به د سولې د ټینګیدا لپاره  د وروستیو دوو لسیزو درستې بریاوې له مینځه لاړې شي .  په همدې خاطر په کابل کې د پاکستان سفیر په وروستیو شپو ورځو کې د افغانستان له لوړپوړو چارواکو او ددغه هیواد له سیاسی او پوځي مشرانو سره لیده کاته کړي او همداراز د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ترکیې په آنتالیا کې  د ډيپلوماسۍ د ټولګې په وروستۍ غونډې کې د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر او خارجه وزیر سهر هم کتنه او په دې اړه خبرې اترې کړي دي .

له دې سره په یووخت  طالبانو ډلې هم  امریکا ته داشرف غني او عبدا...عبدا... سفر بې ګټې بللی دی . د جوزف بایډن په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت له جوړیداسره سره  د اسلام اباد او واشنګټن  د تعاملاتوترینګلتیا او  د دواړو لورو ترمینځ دبې اعتمادئ د فضا   دوام ، د پاکستان چارواکي ، دافغانستان په وړاندې  یوه محتاط کړچار ته مخه کولو ته اړ کړی دی  او  دوي په یووخت له واشنګټنه  غوښتي دي ، څو ډاډ ورکړي  ،  دبهرنیو عسکرو په وتلو سره  په افغانستان کې امنیتی خلا  نه رامینځةکیږي  او  یا  دغه هیواد  له داخلی جنګ سره نه مخامخیږي .

 دپاکستان لومړي وزیر عمران خان په همداوروستیو کې  کې خبرداری ورکړی ، له افغانستانه  دما ریکائی پوځیانو  وتلو له همدااوسه  په ځان پسې ډيرې  اندیښنې درلودلي  او مونږ ټينګار کوو  چې  له یوې سیاسی موافقې پرته  په دغه هیواد کې د داخلی جنګ د راپورته امکان  شته دی . په همدې خاطر دې  د افغانستان د  مشرانو او طالبانو ترمینځ دیوه ائيتلافي حکومت په جوړیدا سره موافقه وشي ،ځکه  له دې پرته بل هیڅ حل لاره نشته .