د پاکستان له نظره امریکا ته د اشرف غني او عبدا... سفر
د پاکستان حکومت له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د وتلو دبهیر له هماغه پیله په ډاګه وئیلي وو چې پخپل ګاونډي هیواد کې د هرډول اړۍ ګړئ د رامینځةکیدا مسئول نه دي ، او پرپاکستان د هر ډول تور لګول او رټل به ئې هیڅ نتیجه ونه لري .
د پاکستان حکومت امریکا ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سفر ، په دغه هیواد کې د طالبانو د حملو او خوخښتونون له زیاتیدا سره په یووخت څاري او دا ویره لري ، چې د کابل چارواکي له دغه سفره، ددغه هیواد د سولې د اوسني وضعیّت لپاره داسلام اباد په ګرَم بللو کې استفاده وکړي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن سهار د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ له خپل امریکائی همڅنګ سره دلیدوکاتو لپاره واشنګټن ته تللی دی .
اشرف غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امر ا..صالح ،د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا...عبدا...،خارجه وزیر محمد حنیف اتمر ،د ملی امنیت سلاکار حمد ا...محب او د افغانستان د ارتباطاتو د ادارې مشر وحید عمر ملګرتیاکوي .
د پاکستان حکومت له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د وتلو دبهیر له هماغه پیله په ډاګه وئیلي وو چې پخپل ګاونډي هیواد کې د هرډول اړۍ ګړئ د رامینځةکیدا مسئول نه دي ، او پرپاکستان د هر ډول تور لګول او رټل به ئې هیڅ نتیجه ونه لري .
د پاکستان حکومت امریکا ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی او دملی مصالحې دلوړې شورا د مشر عبدا...عبدا...سفر پخپل ذره بین کې راوستی او د کابل چارواکو ته ئې دا پیغام مخابیره کړی دی،چې باید د اسلام اباد د رټلو او ورباندې د تورونو دلګولو لپاره دې له امریکائی لوري سره د مشورو له فرصته ناسمه استفاده ونه کړي .
په پاکستان کې ډيپلوماټیکو سرچینو،د طالبانو په لاس په افغانستان کې د لسګونو ښارونو اوسیمو له نیول کیدا سره په یووخت وئیلي دي د کابل حکومت په داخل کې ځیني عناصر شته چې د تور ګوته ئې د اسلام اباد په لور اوږده شوې ده .
په دې زمینې کې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په خبری سایټ کې لیکلي دي، واشنګټن ته د اشرف غني سفر نه یوازې د افغانستان د جنګ ځپلي هیواد د راتلونکي لپاره مهم دی، بلکې ددغه سفر په ایجنډا کې د سولې دموخو په پرمخ بیولو کې د اسلام اباد دحکومت رول هم یوه مهمه چاره ده .
په افغانستان کې د تاؤتریخوالو له زیاتیدا او ددغه هیواد له مختلفو سیمو داندیښمنونکو راپورونو له منعکس کیدا سره په یووخت،په اسلام اباد کې د پاکستان دپوځ داطلاعاتي ادارې آئي ایس ائي په مرکز کې دپاکستان دلومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه جوړه شوي ده،چې د پاکستان سیاسی او پوځي چارواکو پکې د افغانستان ترټولو وروستي بدلونونه او له دغه هیواد سره دپولو دساتنې په باب ارزونې کړي دي .
اسلام ا باد له کابل سره دتاؤتریخوالو په لازیاتیدا باندې اندیښمن دی او له بل پلوه له افغانستانه د امریکائي پوځ دمسئولانه وتلو غوښتونکی دی ، ځکه که داسې نه وي،نو په افغانستان کې به د سولې د ټینګیدا لپاره د وروستیو دوو لسیزو درستې بریاوې له مینځه لاړې شي . په همدې خاطر په کابل کې د پاکستان سفیر په وروستیو شپو ورځو کې د افغانستان له لوړپوړو چارواکو او ددغه هیواد له سیاسی او پوځي مشرانو سره لیده کاته کړي او همداراز د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ترکیې په آنتالیا کې د ډيپلوماسۍ د ټولګې په وروستۍ غونډې کې د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر او خارجه وزیر سهر هم کتنه او په دې اړه خبرې اترې کړي دي .
له دې سره په یووخت طالبانو ډلې هم امریکا ته داشرف غني او عبدا...عبدا... سفر بې ګټې بللی دی . د جوزف بایډن په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت له جوړیداسره سره د اسلام اباد او واشنګټن د تعاملاتوترینګلتیا او د دواړو لورو ترمینځ دبې اعتمادئ د فضا دوام ، د پاکستان چارواکي ، دافغانستان په وړاندې یوه محتاط کړچار ته مخه کولو ته اړ کړی دی او دوي په یووخت له واشنګټنه غوښتي دي ، څو ډاډ ورکړي ، دبهرنیو عسکرو په وتلو سره په افغانستان کې امنیتی خلا نه رامینځةکیږي او یا دغه هیواد له داخلی جنګ سره نه مخامخیږي .
دپاکستان لومړي وزیر عمران خان په همداوروستیو کې کې خبرداری ورکړی ، له افغانستانه دما ریکائی پوځیانو وتلو له همدااوسه په ځان پسې ډيرې اندیښنې درلودلي او مونږ ټينګار کوو چې له یوې سیاسی موافقې پرته په دغه هیواد کې د داخلی جنګ د راپورته امکان شته دی . په همدې خاطر دې د افغانستان د مشرانو او طالبانو ترمینځ دیوه ائيتلافي حکومت په جوړیدا سره موافقه وشي ،ځکه له دې پرته بل هیڅ حل لاره نشته .