په افغانستان کې په سلګونو طالبانو حکومتی لوري ته تسلیم شوي
د ا فغانستان دهرات ولایت په سلګونو عامو خلکو هم د طالبانو په ضد وسله په لاس اخستو سره له حکومتي امنیتی ځواک سره یو ځاي شوي څو د طالبانو په مقابل کې د خپلې خاورې دفاع وکړي .
زموږخبریال دصداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې یوسل پنځوس وسلوال طالبان ځاي امنیتی او پوځي چارواکو ته سره د خپلو وسلو تسلیم شوي دي .
د هرات والی عبدالصبور قانع دسولې له بهیر سره د ددغو طالبانو د یوځای کیدا له شجاعته ډک اقدام بللی او وئیلي ئې دي ،هیله مند یوو څو دغه حرکت څخه نور طالبان هم بیلګه واخلي او سوله ایز ژوند ته بیرته وګرځي .
دهرات والي همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د طالبانو جنګ هیڅ رواوالی نه لري ، او دغه ډله په اوږدمهال کې له امنیتي ځواک سره د مقابلې توان هم نه لري ، وئيلي دي ، جنګ له کنډوالو او د بې ګناه خلکو له وژلو پرته بله هیڅ ګټه نه لري .
عبدالغفور قانع په دې هیله مندۍ سره چې په هرات کې به امنیت لاښه شي ، پر طالبانو غږ کړی ،څو دسولې له بهیر سره په یوځاي کیدا سره دې ، دافغانستان دپراختیا اوپرمختګ لاره هواره کړي .
په عین حال کې د طالبانو تسلیم شوي کمانډر مولوي حاجي مردان ددغې ډلې نورو وګړو ته په خطاب کې وئیلي دي دوي دې هم له جنګ او تاؤتریخوالي لاس په سر شي او دسولې له بهیر سره په یو ځاي کیدا سره دې دغه هیواد له لازیاتو کنډوالو سره مخامخ نه کوي .
همداراز په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د ا فغانستان دهرات ولایت په سلګونو عامو خلکو هم د طالبانو په ضد وسله په لاس اخستو سره له حکومتي امنیتی ځواک سره یو ځاي شوي څو د طالبانو په مقابل کې د خپلې خاورې دفاع وکړي .