افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۰۴-۰۷
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
په سر کښې هم د ډېرو مهمو خبرونو سرټکي:
امريکې ته د افغانستان د ولسمشر او لوړ رتبه سياسي او امنيتي پلاوي سفر، له ترکيې څخه د پاکستان د فوځ د قوماندان کتنه، په افغانستان کښې د طالب ډلې په خلاف د ولسي پاڅون د وړنديز په اړه د دغې ډلې ردعمل، د طالب ډلې په لاسو د افغانستان د نيولو په ناممکن والي د ډاکټر عبدا... عبدا.... تاکيد، د ايران منتخب ولسمشر ته د محمد اشرف غني ټيلفوني مبارکي، د طالب ډلې لخوا له افغانستانه پاکستان ته د جنګي غنيمتونو انتقال، په افغانستان باندې د طالبانو له احتمالي تسلط څخه د پاکست
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره پلاوي امريکې ته په سفر کښې د دغه هېواد له ولسمشر او د کانګرس له ځينو چارواکو سره کتنه وکړه.
د جوبائيډن د کاميابۍ له وخت نه امريکې ته د افغان ولسمشر وړومبنے سفر په داسې حالات کښې اوشو چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امريکائي فوځيانو وتلو ته يوازې څو هفتې پاتې دي.
امريکې ته په سفر کښې د ولسمشر وړومبني مرستال امرا... صالح، د ملي مصالحتي عالي شورا مشر عبدا... عبدا...، خارجه وزير محمد حنيف اتمر، د ملي امنيت صلاحکار حمدا... محب او د ارتباطاتو د ادارې مشر وحيد عمر هم له اشرف غني سره ملګرتيا وکړه.
امريکې ته د اشرف غني سفر په اوسنيو حالاتو کښې چې افغانستان د دغه هېواد د بدلونونو په بهير کښې له يو لړ مهمو مسائلو سره مخامخ دے سټراټيجک او دوه برابره اهميت لرونکے شو.
په اوس حال کښې له طالب ډلې سره د افغانستان د صلحې د خبرو اترو بهير د دغې ډلې د جوړښت ماتؤنکو غوښتنو په شمول په مختلفو دلائلو له بندون سره مخامخ شوے دے.
د صلحې د خبرو اترو له اودرېدو سره په يو وخت طالبان د افغانستان په مختلفو سيمو کښې په سختو جنګ جګړو په تېره بيا د دغه هېواد د ښارونو د نيولو په پروګرام سره کوشش کوي چې د دغه هېواد حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره تر دباو لاندې راولي.
له بلې خوا له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل يوه داسې مسئله ده چې د کورني او بهرني پام وړ ګرځېدلې ده.
که څه هم د افغانستان په دننه کښې له دغه هېواده بهرنيو فوځيانو د وتلو لپاره يو ډول اجماع موجوده ده خو د امريکې او نېټو د ځواکونو وتل پکار دے په بشپړه توګه ذمه دارانه او د کابل او واشنګټن دامنيتي معاهدو په چوکاټ کښې وي.
د افانستان او امريکې ترمېنځ د سټراټيجکې ملګرتيا د موافقه ليک او امنيتي معاهدې له مخې چې په ترتيب سره په 2012 او 2014 کلونو کښې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ لاسليک شوې سپينه ماڼۍ ژمنه شوې ده چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستلو په وخت د دغه هېواد فوځ ته د فوځي سازوسامانونو د سپارلو ترڅنګه خپلې اډې هم د هغوي په اختيار کښې ورکړي.
خو د کابل او واشنګټن ترمېنځ د ملګرتياو په دغو دوو سندونو کښې د موجود وضاحت باوجود د امريکې حکومت په داسې حالاتو کښې چې له افغانستانه د خپلو فوځيانو وېستل يې په خپله اېجنډا کښې راوستي دي نه يوازې يې خپلې وسلې او جنګي سازوسامانونه د دغه هېواد د فوځ په اختيار کښې نه دي ورکړي بلکه د خپلو ځينو فوځي اډو ودانۍ يې د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته تباه کړې دي.
په دې وروستيو هفتو کښې يو شمېر رپوټونه خپارۀ شول چې ښودنه يې کوله امريکه له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته خپل فوځي سازوسامانونه پاکستان ته منتقلوي چې دا مسئله د افغانستان د چارواکو له منفي غبرګون سره مخامخ شوه.
په داسې حالاتو کښې امريکې د يو لوړرتبه سياسي او امنيتي پلاوي په مشرۍ د افغان ولسمشر سفر له دغه هېواد څخه د امريکې د فوځ د ذمه دارانه وتلو په لازموالي او د دواړو هېوادونو د سټراټيجکې ملګرتيا په موافقه ليک او امنيتي معاهده کښې د خپلو ژمنو په اجرا د سپينې ماڼۍ د پاملرنې په ضرورت باندې د تاکيد په هدف سره بڼه نيولې ده.
له دې نه علاوه محمد اشرف غني کوشش وکړ امريکې په سفر او د دغه هېواد د حکومت او کانګرس له چارواکو سره په خبرو اترو کښې هغوي له افغانستان څخه د فوځي او مالي ملاتړونو دوام ته وهڅوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په افغانستان کښې د جنګ د ختمېدو لپاره په دغه هېواد کښې د يو ائتلافي حکومت د تشکيل وړانديز وکړ.
عمران خان وويل: پکار دے په افغانستان کښې سياسي روغه جوړه رامنځته شي او له لا زياتې وينې بهېدنې څخه د مخنيوي لپاره يو ائتلافي حکومت تشکيل شي چې طالبان پکښې ونډه ولري.
د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند مشر زياته کړه، په افغانستان کښې د ائتلافي حکومت به تشکيلېدو سره هيله لرلې شووو چې په دغه هېواد کښې تاوتريخوالے او قتل عام خاتمې ته ورسي.
عمران خان په افغانستان کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو له خطر څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: که طالب ډله په بشپړه توګه د دغه هېواد د نيولو کوشش وکړي نو نه باور کېدونکې وينې به وبهيږي.
د پاکستان د وزيراعظم لخوا په افغانستان کښې د جنګ د خاتمې لپاره په دغه هېواد کښې د ائتلافي حکومت د تشکيل وړانديز يو نوې طرحه او منصوبه نه ده بلکه په تېرو وختونو کښې هم ددغه هیواد او ځینو نورو هیوادونو د چارواکو له خوا دغه وړاندیز مطرح شوے ؤ ،چې د افغانستان د حکومت له هرکلي سره مخامخ نه شو .
هماغه ډول چې په افغانستان کښې دیو ائیتلافی حکومت د جوړیدو لپاره د دغه شان وړاندیز مطرح کیدو څخه مطلب اخېستنه کیږي ، دا ده چې د صلحې د احتمالي موافقې په چوکاټ کښې،په دغه هیواد کښې د سیاسي او اجرائي قوت یوه برخه طالبانو ته ورکړې شي .
د يو ائيتلافي حکومت د جوړیدو پلان په داسې حال کښې بیا د صلحې په خبرواترو کښې له بندون او د جنګ جګړو او وینې بهیدو څخه د افغانستان د ویستلو لپاره مطرح شوے دے،چې د دغه هیواد حکومت د ثبات د ټینګیدو لپاره له دغه شان رَويې سره مخالف دے او دا د جمهوریت د خوندي ساتنې او د ډیموکرېسۍ د ټينګیدو لپاره د تېرو دوو لسیزو د هلوځلو په اپوټه ګڼي.
افغان حکومت په کرتونو ویلي دي چې د اقتدار په ډګر کښې د طالبانو مشارکت یوازې ،د انتخاباتو د ترسره کیدو او د رایو صندقونو ته د مراجعه کولو له لارې امکان لري.
د دغه چوکاټ کښې په پېل کې بايد طالبان، د افغانستان له حکومت سره د صلحې د موافقې په لاسليکولو سره دائمي ډزبندي ومني او وروسته د دې لپاره چې د حکومت په ډګر کښې فعاليتونه وکړې شي ، بايد ځان د دغه هېواد د ولس د رايو په وسيلې دغه ځاے ته ورسوي.
دافغانستان دحکومت له نظره که ټاکل شوې وي،طالبان په انتخاباتو کښې د ولس د رایو له جلبولو نه بغېر اقتدار ته اورسي،نو دا موضوع د اساسي قانون او په دغه هیواد کښې د جمهوریت دساتنې لپاره دخلقو د غوښتنې په خلاف ده .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کرتونو ویلي دي،تیار دے چې د انتخاباتو د ترسره کیدو په قانوني بهیر کښې په دغه هیواد کښې د دائمي صلحې له ټینګیدو سره دمرستې په هدف سره له اقتداره څنګ ته شي او د ولس د رایو په بنياد ، اقتدار په انتخاباتو کښې د بریالي کس لاسونو ته وسپاري .
دا اټکل شتون لري چې د طالبانوپه اړه د افغانستان د خلقو ډير منفي نظر ته په پام سره که ټاکل شوې وي دغه ډله ددغه هیواد د ولس د رایو په بنياد اقتدار ته ورسیږي،نو دا چاره تقریبا ناممکنه ښکاري.
په همدې بنياد ده چې طالبانو تل د ا نتخاباتو له اصل او په افغانستان کښې عمومي رايو ته له مراجعه کولو سره مخالفت کړے اوپه مقابل کښې په دغه هیواد کښې د دوي په اند د اسلامی امارت دجوړیدو ډنډوره وهي چې له دې لارې د اقتدار ټولې ادارې او اورګانونه پخپل اختیار کښې راولي .
په افغانستان کښې په خپل خیال د اسلامي امارتو د رامنځةکیدو لپاره د طالبانو د خوښې وړ ماډل کښې ولس،په حکومت او د برخلیک د ټاکنې د حق په اعمالولو کښې د هیڅ رول نه لري او همدا موضوع ،د د دغې ډلې د خوښې اسلامي امارت د نظام د پلي کیدو په بڼه کښې دغه هیواد ته د استبدادي حکومت د احتمالي ستنیدو په باب د اندیښنو دزیاتیدو سبب شوې ده.
داسې ښکاري چې په اقتدار کښې د انتخاباتو په بهير کښې د طالبانو هر ډول شتون ته د افغانستان د خلقو احتمالي منفي ځواب ته په پام سره د دغې ډلې تاکيد به،يوازې په دغه هېواد کښې د طالباني اسلامي امارت د نظام ټينګېدل وي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د طالب ډلې په لاسو پاکستان ته د خپل هېواد د فوځي سازوسامانونو د منتقلېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت سرپرست وويل، طالبان د ټيکونو په شمول هغه فوځي سازوسامانونه چې له حکومتي ځواکونو سره په جنګ کښې يې له زابل ولايت يې څخه په غنيمت نيولي دي پاکستان ته منتقلوي.
عبدالستار ميرزکوال د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې هر ډول ټينکونه او فوځي سازسامانونه چې طالب ډله يې له زابل ولايت څخه پاکستان متنقلوي د خپلو حملو هدف وګرځوي.
د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد د دغې ډلې لخوا پاکستان ته د فوځي سازوسامانونو د انتقالول خبره رد کړه.
په تېر ورځو کښې طالبانو د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کښې په لسګونو ولسوالۍ نيولې دي چې دغه ډله چې دغې ډلې د يو شمېر ويډيوګانو په خپرولو سره ويلي دي چې زيات شمېر جنګي سازوسامانونه ، وسلې او ټينکونه او فوځي ګاډي نيولي دي.
پاکستان ته د افغانستان د فوځ د فوځي سازوسامانونو د يوې برخې چې له طالبانو سره د جنګ په دوران کښې دغې ډلې نيول دي د انتقالولو په باره کښې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت دريځ د کابل او اسلام آباد په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي يو نوے دور په ځان پسې لرلې شي.
پاکستان ته د منتقلولو په لار کښې د طالبانو په جنګي غنيمتونو باندې د حملې کولو او د هغو د تباه کولو لپره د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د سرپرست حکم د دغې ډلې د تجهيزاتي او تسليحاتي ظرفيتونو له هر ډول زياتوالي څخه چې د افغانستان د حکومت او ملت لپاره لا زيات خطرات لرلې شي د مخنيوي لپاره يو طبيعي ردعمل دے.
د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د طالب ډلې د حملو په زياتېدو سره په دغه هېواد کښې د لا زياتو ښارونو د نيولو لپاره د دغې ډلې پروګرام هم يې په اېجنډا کښې راغلے دے.
له افغان ځواکونو سره په جنګ کښې د زياتو غنيمتونو د ترلاسه کولو او په راتلونکو حملو کښې د استعمال لپاره پاکستان ته د هغو د منتقلولو لپاره کوشش د طالبانو ځينې هغه تګلارې دي چې د افغانستان د ټولې خاورې د نيولو په تصور کښې شتون لري.
په همدې بنياد دي چې په دې وروستيو کښې يې د افغانستان د څو ولايتونو څه ولسوالۍ نيولې او د صلحې د خبرو اترو په اودرېدو سره خپل ټول تمرکز يې د دغه هېواد د حکومت نسکورولو ګرځولے دے.
طالب ډله اقتدار ته يو ډول بشپړه غوښتونکے نظر لري او د افغانستان په سياسي اقتدار کښې برخه اخېستو ته تياره نه ده. د طالبانو له نظره د صلحې د خبرو اترو مقصد چې انتخاباتو او ولسي رايو ته د د دغې ډلې غاړه اېښودل دي د اسلامي امارت د رامنځته کولوله هدف سره په ټکر کښې شتون لري.
طالبان پوهيږي چې دافغانستان دخلقو رايو او د انتخاباتو اصل ته رجوع کول د اسلامي امارت د نظام د نظام ټينګښت ناممکنه کوي او د صلحې د خبرو اترو مقصد هم د ډېموکرېسۍ اصول ته غاړې اېښودلو ته د دغې ډلې راضي کول دي.
په داسې حالاتو کښې چې طالب ډلې له نظره د افغانستان د صلحې خبرې اترې د دغې ډلې له پالېسۍ سره ټکر خوري د دغه هېواد د ټولې خاروې د نيولو مسئله بيا د دغې ډلې په اېجنډا کښې راغلې ده چې بالاخره وکړې شي د افغانستان د حکومت په نسکورولو سره د چارو واګې په اختيار کښې واخلي.
د همداسې يو تصور په بنياد دي چې طالبانو په دې وروستيو هفتو کښې خپلې توانمنۍ په افغانستان کښې ولسواليو او ښارونو د نيولو په سياست باندې تمرکزې کړې دي چې البته داسې يوتصور په بشپړه توګه اشتباه او باطل دے.
----------