ننګرهارکې یوداعشي قوماندان له اووملګرو سره یوځای ونیول شو
دعملیاتو پر مهال د اچین ولسوالۍ د باغدرې په سیمه کې هغه لس پوستې هم بیرته نیول شوي او امنیتی ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي چې څه موده وړاندې طالبانو نیولی وې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
پزمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان په ننګرهار کې د ملي امنیت ادارې ځانګړي ځواک قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي ،دغو ځواک بیګا د چپرهار ولسوالۍ په میاګانو سیمې کې عملیات کړي چې پکې د خبر پاڼې پر وینا دداعش ډلی قوماندان تواب له اوه ملګرو سره یو ځای نیولی دی . خبر پاڼې ویلي چې نیول شوي داعش قوماندان په جلال اباد ښار کې دداعش ډلې لپاره ترهګریزې کړنې کولې . دخبر پاڼې پر وینا له نیول شویو کسانو سره یو میل کلاشینکوف او دوه میله تومانچې هم نیول شوي او دنورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه له سیمې لیږدول شوي دي . دملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ په یوه بله خبر پاڼه کې ویلي چې دغو ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نهه تنو پاکستانيو وګړو په ګډون شپاړلسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولی ده په خبر پاڼه کې ویل شوي چې دعملیاتو پر مهال د اچین ولسوالۍ د باغدرې په سیمه کې هغه لس پوستې هم بیرته نیول شوي او امنیتی ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي چې څه موده وړاندې طالبانو نیولی وې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي