د افغانستان د جمعیت اسلامی ګوند دمشر په کوردهاوان حمله شوي
په همداوروستیو کې عطامحمد نور په بلخ ولایت کې د طالبانو په ضد دپوځي عملیاتو قومانده په غاړه اخستې ده او په ځینو عملیاتو کې ئې طالبانو ته درنده تاوانونه هم اړولي دي.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د افغانستان په مزار شریف ښار کې ددغه هیواد د جمعیت اسلامی ګوند د مشر عطامحمد نور په کور د هاوان په حملې کې څلور کسان ټپیان شول .
راپور ښئ افغان سرچینو وئیلي دي ، په همداوروستیو کې عطامحمد نور په بلخ ولایت کې د طالبانو په ضد دپوځي عملیاتو قومانده په غاړه اخستې ده او په ځینو عملیاتو کې ئې طالبانو ته درنده تاوانونه هم اړولي دي.
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د افغانستان د هرات والی هم وئيلي دي ، په سلګونو طالبانو دهرات ولایت په ځينو ولسوالیو او شاوخوا سیمو باندې د حملو په موخې سره غونډ شوي چې بیګا ئې په غوریان ولسوالۍ حمله کړې خو د دوي دغه حمله ناکامه شوې ده . همداراز په غوریان ولسوالس کې له چاودیدونکو توکو ډک یو ګاډی هم کشف شوی او ستره دسیسه شنډه شوې ده . همداراز له ننګرهاره هم زمونږ خبریال راپور راکوي ،چې په ننګرهار کې د یو شمیر بهرنیو وګړو پشمول دوه ویشت طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
دننګرهار دوالي ویاند عطاا.... خوږیاڼی وایي دننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د امنیتی ځواک په ځوابي برید کې دیو شمیر پاکستانيانوپشمول دیارلس وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي .همدارنګه مخالفینو ته مالی زیانونه هم اوښتي دي . خو نوموړي د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. د ننګرهار د والي ویاند همدارنګه ددې ولایت د حصارک غلجایي په ولسوالۍ کې هغه قومي مشران نیولي چې د نوموړي پر وینا له امنیتي ځواکونو څخه ئې طالبانوسره د یوځای کیدو غوښتنه کړی وه نوموړي وویل دا اوه تنه چې په یاده ولسوالۍ کې یوې امنیتي پوستې ته ورغلي او له عسکرو ئې غوښتې و چې له مقاومت پرته پوسته طالبانو ته وسپاري ، پوښتنې ګرویګنې ترې روانې دي .