طالبان په مزارشریف کې د درستو بهرنیو ډيپلوماټانو امنیت تضمینوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102636-طالبان_په_مزارشریف_کې_د_درستو_بهرنیو_ډيپلوماټانو_امنیت_تضمینوی
 د افغانستان  ځاي سرچینو  له دې مخکې راپور ورکړی ؤ ،په مزارشریف کې  د  پاکستان، روسیې  او ترکیې پشمول  دمختلفو هیوادونو کنسولګریو خپل  فعالیتونه په موقتي توګه  درولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2021 03:15 Asia/Kabul
  • طالبان په مزارشریف کې د درستو بهرنیو ډيپلوماټانو امنیت تضمینوی

 د افغانستان  ځاي سرچینو  له دې مخکې راپور ورکړی ؤ ،په مزارشریف کې  د  پاکستان، روسیې  او ترکیې پشمول  دمختلفو هیوادونو کنسولګریو خپل  فعالیتونه په موقتي توګه  درولي دي .

  ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،  د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد  پرون ناوخته په یوه پیغام کې وئيلی دي ، دغه ډله  دافغانستان په شمال کې دبلخ ولایت  په مرکز مزارشریف کې د بهرنیو ډيپلوماټانو  او کنسولګریو  او سفارتونو امنیت  تضیمنوي .

مجاهد  زیاته کړې ده ، طالبان  له هغو هیوادونو سره چې  په مزارشریف کې سفارت  او کنسولګرۍ لري ،  په ارتباط کې دي .

 دطالبانو ډلې دغه ویندوي  همداراز مدعي شوی ، دغه ډله  له تاجیکستان سره  دافغانستان دپولې کابو اویا فی صدي برخه په کنټرول کې لري . 

 د افغانستان  ځاي سرچینو  له دې مخکې راپور ورکړی ؤ ،په مزارشریف کې  د  پاکستان، روسیې  او ترکیې پشمول  دمختلفو هیوادونو کنسولګریو خپل  فعالیتونه په موقتي توګه  درولي دي .

طالبانو ډلې  په وروستیو اونیو کې  له افغانستان ه  دامریکائي پوځیانو د وتلو له اعلان سره په یووخت   دخبرواترو اترو میز ته بیرته ستنیداپه  ځاي  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  حملې او تاؤتریخوالي لازیات کړي دي ، چې وئيل کیږي له دغې ډلې سره  دمقابلې لپاره د  افغانستان پوځ او ولسی پاڅون کونکي  په یوې لیکې کې شوي دي .