طالبان په مزارشریف کې د درستو بهرنیو ډيپلوماټانو امنیت تضمینوی
د افغانستان ځاي سرچینو له دې مخکې راپور ورکړی ؤ ،په مزارشریف کې د پاکستان، روسیې او ترکیې پشمول دمختلفو هیوادونو کنسولګریو خپل فعالیتونه په موقتي توګه درولي دي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون ناوخته په یوه پیغام کې وئيلی دي ، دغه ډله دافغانستان په شمال کې دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د بهرنیو ډيپلوماټانو او کنسولګریو او سفارتونو امنیت تضیمنوي .
مجاهد زیاته کړې ده ، طالبان له هغو هیوادونو سره چې په مزارشریف کې سفارت او کنسولګرۍ لري ، په ارتباط کې دي .
دطالبانو ډلې دغه ویندوي همداراز مدعي شوی ، دغه ډله له تاجیکستان سره دافغانستان دپولې کابو اویا فی صدي برخه په کنټرول کې لري .
د افغانستان ځاي سرچینو له دې مخکې راپور ورکړی ؤ ،په مزارشریف کې د پاکستان، روسیې او ترکیې پشمول دمختلفو هیوادونو کنسولګریو خپل فعالیتونه په موقتي توګه درولي دي .
طالبانو ډلې په وروستیو اونیو کې له افغانستان ه دامریکائي پوځیانو د وتلو له اعلان سره په یووخت دخبرواترو اترو میز ته بیرته ستنیداپه ځاي دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې حملې او تاؤتریخوالي لازیات کړي دي ، چې وئيل کیږي له دغې ډلې سره دمقابلې لپاره د افغانستان پوځ او ولسی پاڅون کونکي په یوې لیکې کې شوي دي .