امریکایانو د افغانستان ژواک چاپيریال هم تباه کړ
امریکائي ترهه ګرو پوځیانو له افغانستانه له وتلو مخکې دخپلو پوځي او الیکټرانیکي تجهیزاتو په تباه کولو سره ددغه هیواد ژواک چاپيریال ته ډير جدي تاوان رسولی دی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، د افغانستان د ژواک چاپيریال ادارې پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو دخالی کولو په وخت دامریکا پوځ ، تباه کړی تجهیزات په خطرناکو کیمیائي موادو ککړ دي .
په دغې اعلامیې کې په بګرام کې دپوځي تجهیزاتو د بوږنونکو چاودونو غږونو ته په اشارې سره وئيل شوي دي ، د دغو تجهیزاتو دتباه کولو ژواک چاپيریال په تیره بیا اوبو ، خاورې او هوا ته جدي تاوانونه اړولي دي او هوا ئې ډيره زیاته ککړه کړې ده .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،بهرنیو عسکرو باید د نړیوالو قوانینو او کنونشنونو ته په احترام سره ،پخپلو اډو کې ددغو تجهیزاتو له تباه کولو او چاودولو ډډه کړي وائ .
د امریکا ترهه ګرو پوځیانو دتیرې جمعې په ورځې دافغانستان چارواکو ته له اطلاع ورکولو پرته په بګرام کې خپل مرکز پریښود او خپل پوځي تجهیزات ئې تر ډيره حده تباه کړي دي چې د افغان چارواکو سختې نیوکې او کرکه ئې په ځان پسې درلودلې ده .