طالبان له القاعده او لشکر طیبه ډلې سره اړیکې لري
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د القاعده او د لشکر طیبه په شمول له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې سټراټيژیکې وبللې .
هغه پرون په کابل کښې د افغانستان له عسکرو سره په کتنې کښې وویل طالبان د القاعده او د لشکره طیبه په شمول له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري او دغه ډله غواړي افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل کړي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ د کابل حکومت د عادلانه او د پایداره سولې د ټینګیدا اراده لري خو دښمن باید پوه شي چې هیڅکله به حکومت تسلیم نشي .
بل خبر دا چې د افغانستان د پوځ یوه (1) قومندان خان الله شجاع پرون فارلایت ولایت ته په سفر کښې وویل په نږدې راتلونکي کښې به د طالبانو ډلې په نیواک کښې د سیمو د بیرته ازادولو په هدف سره د دفاعي او د امنیتي ځواکونو عملیات پیل شي .
هغه وویل د افغانستان پوځیان د ښارونو د دفاع او هلته د امنیت د ټینګولو وس لري .
طالبانو ډلې له افغانستانه د امریکا د عسکرو د وتلو له اعلان سره په یووخت له تیرو دوو (۲)میاشتو راهسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو باندې حملې زیاتې کړي دي او حکومتي عسکر هم له طالبانو ډلې سره د مقابلې په حال کښې ده .
طالبانو اوس د افغانستان زیاتې سیمې نیولي دي .