په ننګرهار کې دداعش  مسئول ونیول شو او شل  طالبان  وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103542-په_ننګرهار_کې_دداعش_مسئول_ونیول_شو_او_شل_طالبان_وژل_شوي
د عملیاتو پر مهال دطالبانو څو مرکزونه او پټن ځایونه هم ویجاړ شوي دي .خو په خبر پاڼه کې د امنیتی ځواکونو او ملکي وګړو دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2021 10:45 Asia/Kabul

د عملیاتو پر مهال دطالبانو څو مرکزونه او پټن ځایونه هم ویجاړ شوي دي .خو په خبر پاڼه کې د امنیتی ځواکونو او ملکي وګړو دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان په ننګرهار کې د ملی امنیت ادارې ځانګړي ځواک  مسئولانو رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې بیګا  دغو ځواکونو دجلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند په دامان سیمې کې عملیات کړي چې پکې د ننګرهار ولایت لپاره دداعش ډلی د تبلیغاتو مسئول مولوي نور اکبر ونیول شو . په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي کس د دولت پر خلاف منفي او دداعش ډلی په ګټه تبلیغات کول چې په نیول کیدو سره به ئې  ددولت پر خلاف د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي. 

نور تفصیل زمونږد خبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .