ننګرهار کښې د داعش تکفيري ډلې مهم غړي اونيول شول
Jul 30, 2021 12:15 Asia/Kabul
د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د داعش تکفيري ډلې د غړيو د نيول کېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼی وايي تېره شپه د ملي امنيت ادارې ځانګړو ځواکونو ددې ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ او جلال آباد ښار په څلورمه او نهمه ناحیه کښې عمليات ترسره کړي چې پکې د داعش ترهه ګرې ډلې څلور ترهه ګر نیول شوي دي د والي وياند وويل په نیول شویو کسانو کښې د افغانستان لپاره د داعش تکفيري ډلې مالي مسئول او د ننګرهار ولايت لپاره د دغه ډلې د هدفي وژنو مسؤل شامل دي.
د والي وياند زياته کړه له نیول شویو کسانو موبايل ټيلفونونه تومانچې او نور اسناد د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. عطاالله خوږیاڼی وويل نيول شوي کسان د نور تفتيش لپاره بلی سيمې ته ليږل شوي دي.
ټیګونه