په افغانستان کښې د ملګرو ملتو په دفتر حمله اوشوه
Jul 31, 2021 01:03 Asia/Kabul
د افغانستان په هرات کښې د ملګرو ملتو په دفتر حمله کښې يو تن ووژل شو.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې پرون مازيګر په هرات کښې د ملګرو ملتو په دفتر حمله اوشوه چې له کبله يې يو پوليس ووژل شو او څو نور هم ژوبل شول.
په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د مشر خاص استازې مېرمن ډېبرا لائنز وويل: د ملګرو ملتو په دفتر حمله افسوسناکه چاره ده او مونږ يې غندوو. هغې زياته کړه پکار دے د دغې حملې عامله وپېژندل شي او د خپلو اعمالو ځواب ويونکي وي.
دا په داسې حال کښې ده چې د افغانستان د دفاع د وزارت د اطلاعيې له مخې د هرات ښار په چار چاپېره کښې د افغان حکومتي او طالب ځواکونو ترمېنځ نښتې روانې دي.
د نړيوالو قوانينو مطابق د ملګرو ملتو په کارکؤنکواو دفترونو باندې حمله منعې ده او کېدې شي جنګي جنايت وګڼل شي.
ټیګونه