د افغانستان په اتو ولایتونو کې ١٣١ طالبان وژل شوي دي
سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲ ټپیان او ۵ ونیول شول.
دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲ ټپیان او ۵ ونیول شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي
د خبر پاڼې پر اساس د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.