امریکا هماغه شان  په افغانستان کې په بمباریو سره جنایتونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103734-امریکا_هماغه_شان_په_افغانستان_کې_په_بمباریو_سره_جنایتونه_کوي
 حامد کرزي دغه راز وئيلی دي  دافغانستان اقتصادي بیخ بینائي تاسیسات د امریکا ئي پوځ په بمباریو او بې ځایه  حملو کې نابود شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 02, 2021 04:50 Asia/Kabul
  • امریکا هماغه شان  په افغانستان کې په بمباریو سره جنایتونه کوي

 حامد کرزي دغه راز وئيلی دي  دافغانستان اقتصادي بیخ بینائي تاسیسات د امریکا ئي پوځ په بمباریو او بې ځایه  حملو کې نابود شوي دي .

رشیا ټوډې  ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ده ،د امریکا دپوځ جنګي الوتکو  د افغانستان ّه مختلفو  سیمو اوکلو کي په بمباریو سره یو ځل بیا د خلکو کورونه په کنډوالو بدل کړي دي  .

 حامد کرزي دغه راز وئيلی دي  دافغانستان اقتصادي بیخ بینائي تاسیسات د امریکا ئي پوځ په بمباریو او بې ځایه  حملو کې نابود شوي دي .

 په عین  حال کې  د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن  پرون په یوه راپور کې وئيلي دي ، د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کي  په افغانستان کې    کابو یو زر اوه سوه عام افغانان وژل شوي  او کابو درې زره اوه سوه نور ټپيان شوي هم دي  چې  دغه اندازه له تیر کال سره په پرتله کې  اتیا فی صدي زیاتوالی ښئ . څه موده مخکې د په افغانستان کې دملګرو ملتو د دفتر  اعلامیې  هم په روان کال کې  دمرګ ژوبلو د  ۴۷فی صدي   زیاتوالي خبر ورکړی ؤ .