د افغانستان وروستۍ ترینګلتیاوې له امریکا سره دطالبانو دپټې معاملې نتیجه ده
امریکا له طالبانو او پاکستاني حکومت سره په خبرواترو کې د افغانستان حکومت څنګة کړی او له دغې ډلې سره ئې پټې او خطرناکې معاملې کړي چې نتیجه ئې د مونږ دهیواد اوسنی وضعیّت دی .
ایرناخبري آژانس راپور ورکړی،د افغانستان د ولسی جرګې یو شمیر استازو اوسیاسی فعالانو وئيلي دي،د افغانستان اوسنی وضعیّت له امریکاسره د طالبانو ډلې د پټې معاملې نتیجه ده چې ځينو نورو هم ورسره ملګرتیا کړې ده .
ددغو کسانو په وینا په افغانستان کې د امریکا دوه لسیزې شتون او نیواک نتیجه،په دغه هیواد کې دترهه ګرو ډلو شمیر له یوې ډلې څه دپاسه شلو ډلو ته زیات شوی او دغه راز د افغانستان په درستو سیمو کې فساد،بداخلاقي ناکراري او تاؤتریخوالي هم پراخ شوي دي .
دوي وئيلي دي ، امریکا له طالبانو او پاکستاني حکومت سره په خبرواترو کې د افغانستان حکومت څنګة کړی او له دغې ډلې سره ئې پټې او خطرناکې معاملې کړي چې نتیجه ئې د مونږ دهیواد اوسنی وضعیّت دی .
دافغانستان دغو سیاستوالانو او ولسی استازو همداراز وئیلي دي ، تر دې دمه د طالبانو ډلې او امریکا دم وافقې جزیات رابرسیره نه دي شوي او دوي نه پوهیږي ، چې څه څه پکې شوي دي . امریکایانو په افغانستان باندې په یرغل سره ا و د دوکه بازو شعارونو په ورکولو سره له دوو لسیزو نیواکه وروسته هیواد په اوسني بحراني حالت کې او په ماتې کشتۍ کې پریښودلی دی