د لغمان خلکو له طالبانو د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه
په دې ولسي غونډه کې د یاد ولایت ولايتي چارواکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
دافغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکو په یوه لویه ولسي غونډه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړه ودروي.
په دې ولسي غونډه کې د یاد ولایت ولايتي چارواکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې سوله وکړي او د وطن له ورانولو دې لاس واخلي.
دې غونډې ته د خبرو پر مهال د لغمان ولايت مرستيالې برېښنا صافۍ وویل، چې روانه جګړه په نړیواله سطحه یوه اوږده جګړه ده او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې نور دې جګړه بنده او سوله وکړي.
د یادونې ده، چې عام خلک داسې مهال له وسله والو طالبانو د جګړې د درېدو غوښتنه کوی، چې د دې ولایت ډېری ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
افغان چارواکو د یاد ولایت د بادپښ ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ خو ځایي خلک وایي د افغان ځواکونو له وتلو وروسته یاده ولسوالي بېرته طالبانو ونیوله.