طالبان وايي پلخمري او فیض اباد یې هم نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104100-طالبان_وايي_پلخمري_او_فیض_اباد_یې_هم_نیولي
د طالبانو ویندوی ذبیح ا...مجاهد وايي چې د دوی وسله وال کسان د پلخمري او فیض اباد ښارونو ته ننوتي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 01:23 Asia/Kabul
  • طالبان وايي پلخمري او فیض اباد یې هم نیولي

د طالبانو ویندوی ذبیح ا...مجاهد وايي چې د دوی وسله وال کسان د پلخمري او فیض اباد ښارونو ته ننوتي دي.

طالبان وايي چې وسله والو یې د درو ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

د فراه د مرکز فراه ښار له نیولو وروسته طالبان وتوانېدل چې د بغلان مرکز پلخمري او د بدخشان مرکز فیض اباد ته ننوځي.

فیض اباد هغه ښار دی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال هم نه و نیولی.

د طالبانو ویندوی ذبیح ا...مجاهد وايي چې د دوی وسله وال کسان د پلخمري او فیض اباد ښارونو ته ننوتي دي.

ده همداراز ویلي چې وسله والو یې افغان امنیتي ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلې اړولي او لا هم په جګړه بوخت دي.

تر دې وړاندې طالبان وتوانېدل چې د فراه مرکز فراه ښار ونیسي.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د فیض اباد او پلخمري د بایللو په اړه څه نه دي ویلي.

که د طالبانو له لوري د فیض اباد او پلخمري نیول کېدا تایید شي، دا به په شمال کې اووم ښار وي چې د طالبانو لاس ته ورځي.

اوس په شمال کې یوازې مزارشریف او په شمال لوېدیځ کې د فاریاب مرکز میمنه پاتې دي چې طالبان لا هم پرې ولکه نه لري.