درست جهادي قوماندانان دې له طالبانو سره مقابلې ته راپورته شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104166
 اشرف غني همداراز له پوځي قوماندانانو غوښتي دي درست پوځي تجهیزات دې  د ولسی ځواک په اختیار کې ورکړي او د افغانستان دشمال جنګي قومانده هم مارشل دوستم ته سپارل شوې ده او  له نورو ګوندونو څخه له هغه سره دملګرتیا غوښتنه شوې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 12, 2021 12:46 Asia/Kabul
  • درست جهادي قوماندانان دې له طالبانو سره مقابلې ته راپورته شي

 اشرف غني همداراز له پوځي قوماندانانو غوښتي دي درست پوځي تجهیزات دې  د ولسی ځواک په اختیار کې ورکړي او د افغانستان دشمال جنګي قومانده هم مارشل دوستم ته سپارل شوې ده او  له نورو ګوندونو څخه له هغه سره دملګرتیا غوښتنه شوې ده .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان ولسمشر په بلخ ولایت کې  له سیاسی شخصّیتونو او دګوندونو له استازو او جهادي قوماندانانو سره په یوې ناستې کې ټينګار کړی ، له طالبانو ډلې سره  په مقابلې  کې دې مقاومت وکړي .

 په دغې ناستې کې چې مارشل عبدالرشید دوستم وعطامحمد نور ،محمد محقق، جمعه خان همدرد پکې ګډون درلود،  اشرف غني ورڅخه   غوښتي دي ، له یوه بل سره په تفاهم  سره دې دطالبانو په ضد پوځي عملیات پیل کړي او  دغې ډلې ته دپرمختګ اجازت ورنکړي .

 اشرف غني همداراز له پوځي قوماندانانو غوښتي دي درست پوځي تجهیزات دې  د ولسی ځواک په اختیار کې ورکړي او د افغانستان دشمال جنګي قومانده هم مارشل دوستم ته سپارل شوې ده او  له نورو ګوندونو څخه له هغه سره دملګرتیا غوښتنه شوې ده .

 جهادي شخصیتونه او سیاسی  ډلې ټپلې په د اسې حال کې په بلخ کې سره غونډ شوي چې  دافغانستان له  نهو شمالی ولایتونو څخه یوازې بلخ او فریاب ولایتونه  له حکومتي ځواکونو سره په اختیار کې دي  او  په دغو دواړو ولایتونو باندې  دطالبانو حملې په زیاتیدا دي .