طالبانو د عبدالعلي مزاري مجسمه ورانه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104612-طالبانو_د_عبدالعلي_مزاري_مجسمه_ورانه_کړه
طالبانو په بامیان کښې د افغانستان د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر عبدالعلي مزاري مجسمه وچاودوله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • طالبانو د عبدالعلي مزاري مجسمه ورانه کړه

طالبانو په بامیان کښې د افغانستان د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر عبدالعلي مزاري مجسمه وچاودوله

طالبانو په بامیان کښې د افغانستان د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر عبدالعلي مزاري مجسمه وچاودوله

په ټویټر کښې د خپرو شویو تصویرونو له مخې د عبدالعلي مزاري مجسمه چې د افغانستان په مرکزي ښار بامیان کښې د شهید اتل په توګه لګیدلې وه، د طالبانو په لاس وچاودوله شوه.

بامیان هغه سیمه ده چې طالبانو په کښې تیر ځل هم په افغانستان کښې د قدرت د ترلاسه کولو په وخت د بودا ۱۵۰۰ کلنې مجسمې خرابې کړې وې.

د طالبانو له خوا د عبدالعلي مزاري د مجسمې خرابول په داسې حال کښې دي چې دغې ډلې په دې وروستیو کښې د تیرو شلو کلونو په اوږدو کښې د افغانستان د مختلفو سیمو د خراب شویو ځایونو او لرغونو آثارو د بیارغاونې لپاره له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.