که له طالبانو سره خبرې ناکامې شي ، نو ددفاع لپاره تیار یوو
پنجشیر ولایت د افغانستان په شمال کې واقع دی او دتیر کال دسرشمیرنو په اساس آبادي ئې یو لک درې اویا زره نفوس ښودل شوي او ددغه ولایت مرکز هم بازارک ښار دی ، زیاتره اوسیدونکي ئې د تاجیک قوم خلک دي او فارسي ژبې دي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی اتل احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود بیګا په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، له طالبانو سره دخبرواترو دناکامیدا په بڼه کې له دغې ډ لې سره جنګ او مقابلې ته تیار یوو او پنجشیر به چاته ونه سپارو.
راپور ښئ له دې وروسته چې طالبانو خپل ځواکونه له څواړخونو د افغانستان په شمال کې د پنجشیر دروازو شاوخوا کې دیره کړي دي ، د طالبانو ضد ځواک قوماندان احمد مسعود وائي پنجشیر به طالبانو ته تسلیم نه کړو .
احمد مسعود ټينګار کړی ، دافغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره خبرې ا ترې دي ،خو که خبرې اترې ناکامې شي ،نو له طالبانو سره جنګ ته بشپړ تیار یوو. له بل پلوه طالبانو د پنجشیر درې دبشپړ کلابندولو خبره کړې او وئيلي ئې دي ، د دوي ځواکونه بشپړ تیارسی دی دوي غواړي په خبرواترو مشکل حل شي او که داسې نه وي نو بیا به ئې د تسلیمولو هڅه کیږي .