د افغانستان څه دپاسه یو میلیون ماشومانو سلامتیا ګواښل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104728-د_افغانستان_څه_دپاسه_یو_میلیون_ماشومانو_سلامتیا_ګواښل_کیږي
د سختې وچکالۍ ،  د کرونا ویجاړونکي اقتصادي  او ټولنیزو نتیجو  او  دژمي د  رانزدیکیدو  په سبب  په راتلونکو میاشتو کې  د میرمنو او ماشومانو  د انسان دوستۍ  اړتیاوې  نوره هم زیاتې  شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2021 00:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان څه دپاسه یو میلیون ماشومانو سلامتیا ګواښل کیږي

د سختې وچکالۍ ،  د کرونا ویجاړونکي اقتصادي  او ټولنیزو نتیجو  او  دژمي د  رانزدیکیدو  په سبب  په راتلونکو میاشتو کې  د میرمنو او ماشومانو  د انسان دوستۍ  اړتیاوې  نوره هم زیاتې  شي .

آناتولي خبری اژانس راپورورکړی،  د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې   یونیسف ادارې خبرداری ورکړی،  د افغانستان  کابو یو میلیون ماشومان د ناوړه خواړو او درملو  د کمښت په سبب  له خطرې سره مخامخ دي .

 د یونیسف ادارې  اجرائي مدیرې هنریتا فور  په یولړ څرګندونو کې  ووئیل   په افغانستان  کې  کابو یو میلیون ماشومان ددې لپاره چې  ژوندي پاتې شي ،  دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري او  د دوي سلامتیا په خطرې کې ده .

 هغې احتمال ورکړ ، د سختې وچکالۍ ،  د کرونا ویجاړونکي اقتصادي  او ټولنیزو نتیجو  او  دژمي د  رانزدیکیدو  په سبب  په راتلونکو میاشتو کې  د میرمنو او ماشومانو  د انسان دوستۍ  اړتیاوې  نوره هم زیاتې  شي .

 د افغانستان  اته دیرش میلیون نفوسو څخه ،  ددغه هیواد په درو کې یوه برخه  نفوس  د ډيرې زیاتې لوږې له خطرې سره  لاس او ګریوان دي .