په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي ځورول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104784-په_افغانستان_کې_د_ملګرو_ملتونو_کارکوونکي_ځورول_شوي
په افغانستان کې د حکومتونو په بدلېدو د دوى فعالیتونه نه دي درېدلي او ژمنه کوي چې په دې هېواد کې د خدمت په موخه پاتې کېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2021 10:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي ځورول شوي

په افغانستان کې د حکومتونو په بدلېدو د دوى فعالیتونه نه دي درېدلي او ژمنه کوي چې په دې هېواد کې د خدمت په موخه پاتې کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د دوى کارکوونکي ځورول او ډارول شوي دي.

د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتريش په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو په اړه خپور کړي پيغام کې د دوى د خوندیتوب لپاره د هڅو خبر ورکوي.

هغه وویل: “بشردوستانه مرستې نه یوازې ژوند ژغوري بلکې هیلې رامنځته کوي. خو زه ستاسو په اندیښنو، ستاسو په درد او ستاسو په تشویشونو کې شریک یم. زه د هغو رپوټونو په اړه خفه یم چې په تاسو کې یو شمېر له ځورونو او ډارولو سره مخامخ شوي یاست. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکونکو خوندیتوب زموږ اساسي لومړیتوب دی.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړه، د افغانستان په بحراني حالت کې د دوى د کارکوونکو فعالیتونه د ستاینې وړ دي او د لا خوندیتوب لپاره ښکېلو خواوو سره اړیکې ساتي.

نوموړي وويل:”موږ هر هغه څه ترسره کوو چې په وس کې مو وي، یعنې له ټولو خواوو سره د دوامداره اړیکو له لارې هڅه کوو، او دا کار ستاسو د خوندیتوب او هوساینې په اړه د ډاډمن کېدو او د اړینو حل لارو د موندلو لپاره ترسره کوو.”

دغه سازمان ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د حکومتونو په بدلېدو د دوى فعالیتونه نه دي درېدلي او ژمنه کوي چې په دې هېواد کې د خدمت په موخه پاتې کېږي.

خو د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي دا ونه ویل چې چا، چېرته او کله د دوى کارکوونکي ځورولي او ډارولي دى.

تر اوسه د طالبانو چې په ټول افغانستان ولکه لري په دی اړه څه نه دي ویلي.