د امریکا استخباراتي ټولنې وویل کورونا یوه طبیعي ښکارنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104856-د_امریکا_استخباراتي_ټولنې_وویل_کورونا_یوه_طبیعي_ښکارنده_ده
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د امریکا استخباراتي ټولنې د کورونا ویروس د خپریدا په هکله راپور خپور کړ .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 28, 2021 08:24 Asia/Kabul
  • د امریکا استخباراتي ټولنې وویل کورونا یوه طبیعي ښکارنده ده

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د امریکا استخباراتي ټولنې د کورونا ویروس د خپریدا په هکله راپور خپور کړ .

د امریکا استخباراتي ټولنې پرون د کورونا ویروس په هکله د خپلو تحقیقاتو د ښکاره او د لنډې خلاصې په خپرولو سره وویل دغه ویروس د دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال په وروستیو کښې له خپریدا مخکې د چین د حکومت لخوا نه پیژندل شوی و .

د امریکا دغه راپور وايي د کورونا ناروغۍ خپریدل یوه(۱) طبیعي پیښه ده او هغه د بایلوژیکي وسلو د کارولو یا په  جینټیکي لاسوهنې سره نه ده رامینځته شوي .

د امریکا دغه راپور زیاتوي چې په کورونا ویروس د ککړیدا لومړي موردونه د دوه زره نولسم (۲۰۱۹)میلادي کال په دسمبر میاشت  کښې د چین په ووهان ولایت کښې رامینځته شوي وو .

ځینې راپورونه وايي امریکا کورونا ویروس په خپله جوړ کړی دی او بیا یې په چین کښې خپور کړی چې د نړۍ په لومړي لمبر قدرت د چین د بدلیدا مخه ونیسي .

خو اوس امریکا په خپله له دغه ناروغۍ سره مخ ده او هره ورځ د دغه هیواد په زرګونو کسان په دغه ویروس ککړیږي او په سلګونو بلکې په زرګونو ترې مري هم .