طالبان: امریکا باید له هر ډول عملیاتو مخکښې مونږ خبر کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104884-طالبان_امریکا_باید_له_هر_ډول_عملیاتو_مخکښې_مونږ_خبر_کړي
د طالبانو ویاندوي د افغانستان په خاوره کښې د داعش د مشرانو خلاف د پینټاګان وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې امریکا دې د افغانستان په خاوره کښې د هر ډول عملیاتو له کولو مخکښې طالبانو ته خبر ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2021 01:36 Asia/Kabul
  • طالبان: امریکا باید له هر ډول عملیاتو مخکښې مونږ خبر کړي

د طالبانو ویاندوي د افغانستان په خاوره کښې د داعش د مشرانو خلاف د پینټاګان وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې امریکا دې د افغانستان په خاوره کښې د هر ډول عملیاتو له کولو مخکښې طالبانو ته خبر ورکړي.

د طالبانو ویاندوي د افغانستان په خاوره کښې د داعش د مشرانو خلاف د پینټاګان وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې امریکا دې د افغانستان په خاوره کښې د هر ډول عملیاتو له کولو مخکښې طالبانو ته خبر ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې ذبیح الله مجاهد رویټرز ته وویل: متحده ایالتونو باید د داعش په اهدافو باندې د هوايي حملې په هکله طالبانو ته اطلاع ورکړې وی.

هغه زیاته کړه چې د امریکې هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره څرګند تیر یو چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او د دوو ښځو او یو ماشوم په شمول درې تنه زخمي شوي دي.

مجاهد ټینګار وکړ: طالبانو تمه درلوده چې ډیر زر به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر بشپړ کنټرول په لاس کښې واخلي او په نزدې راتلونکي کښې به خپله بشپړه کابینه اعلان کړي.

د طالبانو ویاند دا خبرې په داسې حال کښې کړې دي چې پینټاګان بیګا وویل: په افغانستان کښې د داعش په سنګرونو باندې د امریکې په حمله کښې د دغې ترهګرې ډلې دوه مهم هدفونه وژل شوي دي.

په داعش باندې د واشنګټن له ډرون حملې مخکښې د امریکې خارجه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړی و د کابل د هوايي ډګر له دروازو څخه ډیر زر لرې شي.