افغانستان کښې خوراکي ناامني ډیره زیاته شوې ده
ملګرو ملتو له افغانستان سره د له مرسته کونکو ارګانونو او هیوادونو وغوښتل چې له وچکلۍ سره مقابلې لپاره د دغه هیواد مرسته وکړي.
ملګرو ملتو له افغانستان سره د له مرسته کونکو ارګانونو او هیوادونو وغوښتل چې له وچکلۍ سره مقابلې لپاره د دغه هیواد مرسته وکړي.
د ملګرو ملتو د خوراکي توکو او کرهڼې څانګې (فائو) په یوه خبرپاڼه کښې د افغانستان له ملاتړو وغوښتل چې د افغان کروندګرو مرسته وکړي چې وتوانیږي د اوچکلۍ له هغو پایلو سره مقابله وکړي چې د کابو اووه میلیونه کسانو معیشت یې په خطر کښې اچولی دی.
په دغه بیانیه کښې راغلي دي چې اوچکالۍ، کرونا او د طالبانو له حملې وروسته د افغانستان د ډیرو خلکو بې ځایه کیدو په دغه هیواد کښې په تیره بیا په کلیوالو سیمو کښې د خلکو په ژوند ډیره ناوړه اغیزه کړې ده او په دې منځومان کښې کروندګر او مال ساتونکي په لا بد حالت کښې دي.
د فائو په خبرپاڼه کښې لولو چې د دوو میلیونو ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۴ میلیونه افغانان نن سبا له سختې خوراکي ناامنۍ رنځیږي یا داسې ویلې شو چې د افغانستان د نفوسو دریمه برخه دم ګړۍ د خوړو له ناامني سره مخامخ ده او درې میلیونه څاورویو ته هم د مرګ خطر پیښ شوی دی.
د ملګرو ملتو دغې ادارې په خپلې خبرپاڼې کښې په افغانستان کښې د امریکې هغه شل کلن جنګ ته هیڅ اشاره نه ده کړې چې د افغانستان د مظلومو خلکو په بې ځایه کیدو، وژل کیدو او ناامنۍ او هم داشان د دغه هیواد د بیخ بیناؤ په نابودۍ، بیکارۍ او بې وزلې کښې یې مهم رول درلودلی دی.