له کابل هوائي ډګرسره نزدې له چاودیدونکوتوکوډک ګاډی تباه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104938-له_کابل_هوائي_ډګرسره_نزدې_له_چاودیدونکوتوکوډک_ګاډی_تباه_شوی
له دې مخکې وئيل شوي وو،   دکابل هوائي ډګر سره نزدې په یوه کور  توغندی لګیدلی چې له امله ئې دکورنۍ  شپږ غړي  وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2021 00:52 Asia/Kabul
  •  له کابل هوائي ډګرسره نزدې له چاودیدونکوتوکوډک ګاډی تباه شوی

له دې مخکې وئيل شوي وو،   دکابل هوائي ډګر سره نزدې په یوه کور  توغندی لګیدلی چې له امله ئې دکورنۍ  شپږ غړي  وژل شوي دي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،  د طالبانو  دونیدوي ذبیح ا... مجاهد  سلاکار  بلال کریمي  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،   له چاودیدونکو توکو ډک یو ګاډی  له کابل هوائي ډګر سره نزدې  هدف ته له رسیدو مخکې پيژندل شوی او امریکائي  پوځیانو تباه کړی دی .

 هغه زیاته کړې ،په  دغو عملیاتو کې له چاودیدونکو توکو د  ډک ګاډي ډرائيور هم ووژل شو .

له دې مخکې وئيل شوي وو،   دکابل هوائي ډګر سره نزدې په یوه کور  توغندی لګیدلی چې له امله ئې دکورنۍ  شپږ غړي  وژل شوي دي .

 طالبانو  وئيلي دي ، دغه توغندوي حمله  په افغانستان کې د امریکائي عسکرو له خوا شوې ده . روئيټرز خبری آژانس  هم له دې مخکې دغې توغندوي حملې ته   په امریکائي پوځیانو پورې نسبت ورکړی  دی .