په هرات کښې میرمنو د حقوقو لپاره مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105108-په_هرات_کښې_میرمنو_د_حقوقو_لپاره_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هرات کښې په سلګونو ښځو د میرمنو او د انجلیو د حقوقو په ملاتړ کښې د والي د دفتر مخ ته مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2021 00:38 Asia/Kabul
  • په هرات کښې میرمنو د حقوقو لپاره مظاهرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هرات کښې په سلګونو ښځو د میرمنو او د انجلیو د حقوقو په ملاتړ کښې د والي د دفتر مخ ته مظاهرې وکړې .

مظاهره چیانو د افغانستان د ښځو د زده کړې او د کارونو په حق ټینګار وکړ او ویې ویل راتلونکی حکومت له ښځو څخه کار اخیستلو پرته نشي بریالی کیدلی .

دغه راز له افغانستانه د امریکا د پوځیانو له تښتیدا  سره په یووخت په بلخ کښې سیاسي او ټولنیزې ښځینه فعالې وايي امریکا په شل (۲۰) کلن پوځي شتون  کښې د افغانستان د خلکو لپاره له نیواک، بدبختۍ او کډوالی پرته بل هیڅ شی نه دی پریښودلی .

د بلخ د پوهنتون استاده او ټولنیزه فعاله مبینه ساعي وايي امریکا له شل (۲۰) کلنې ماتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د تامینولو په شمول په خپلو ژمنو باندې له عمل کولو پرته د جنګي جنایتونو په ترسره کولو او د انسانانو د حقوقو په خلاف ورزۍ کولو او د سلګونو زره کسانو په وژلو او ډیرو نورو خلکو  په کډوالولو او د افغانستان د بیخ بنایانو په تباه کولو او د جوماتونو،  ښوونځیو او روغتونونو په له مینځه وړلو سره له دغه هیواده په بې شرمۍ سره ووتله .

هغې وویل د افغانستان څلویښت (۴۰) کلن جنګ وښودله چې پخواني شوروي ، امریکا او نورو هیوادونو یوازې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کښې پانګونه وکړه او له ناکامه شتون وروسته له دغه جنګ ځپلي هیواده ووتل .