ایران په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت دجوړیدا بشپړملاتړکوي
سولهییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، د خلکو د پياوړي غښتلتیا، پرمختللی تجارت او سیمهییزې پيوستون کې رول ولوبوي.
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په چارو کې د ایران د خارجه وزیر ځانړي استازي محمد ابراهیم طاهریان دافغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازوپه پرونۍ ناستې کې ددغه هیواد د وروستیو حالاتو په باب چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره شوی ووئیل ، دایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا بشپړ ملاتړ کوي .
هغه همداراز پر ګاونډیو هیوادونو هم غږ وکړ ، د افغانستان د خلکو دمشکلاتو او کړاؤنو ختمولو ضرورت ته دې جدي پام وکړي.
ابراهیم طاهریان په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې چې د پاکستان په کوربهتوب په کوربتوب سره ،د ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو پکې ګډون د رلود ، ووئيل ، په دغه هیواد کې سوله او آرامښت یوازې په یوه پراخ بنسټه حکومت جوړونې او د درستو افغان قومونو په ګډون سره ممکنه کیدلی شي
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې یوشمیر جزئیات او عکسونه په خپل ټولنیز چینل کې خپاره کړي دي.
هغه ویلي د غونډې ګډونوال په دې سره موافق وو چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
محمد صادق همداراز زیاته کړې چې یو سولهییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، د خلکو د پياوړي غښتلتیا، پرمختللی تجارت او سیمهییزې پيوستون کې رول ولوبوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو د ورته ناستو په دوام باندې هم ټینګار کړی دی.