د ایران اوافغانستان مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105330-د_ایران_اوافغانستان_مطبوعات
په کابل کښې د امریکا د سفارت په دیوال د نیواکګرۍ د ختمیدو شعارونه ولیکې شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 07:42 Asia/Kabul
  •  د ایران اوافغانستان مطبوعات

په کابل کښې د امریکا د سفارت په دیوال د نیواکګرۍ د ختمیدو شعارونه ولیکې شول .

جمهوری اسلامی

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د افغانستان د پنجشیر د مقاومت ځواکونو د مشر احمد مسعود دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي ، د افغانستان خلک د ترهه ګرو طالبانو پرضد پاڅون وکړی .

 په کابل کښې د امریکا د سفارت په دیوال د نیواکګرۍ د ختمیدو شعارونه ولیکې شول .ورځپاڼه لیکی کوم سفارت چې د یو وړوکي ښار په اندازه ځواکونه درلودل، اوس له افغانستانه د امریکا په شرمناکې وتنې سره بیخي خالي شوی دی.

په کابل کښې د امریکاله سفارت څخه نه یوازې د دغه هیواد بیرغ راکوز کړې شوی دی بلکې له سفارته بهر هم حالات بدل شوي دي، د امریکا د سفارت په حفاظتي دیوال د افغانستان د نیواک د خاتمې شعارونه لیکل شوي دي. د ویلو ده چې د امریکانیواکګر پوځیان په افغانستان کښې له شل کلن شتون وروسته د آګست په ۳۱ نیټه په بې شرمۍ او ماتې سره له دغه هیواده ووتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرامیرعبداللهیان  ویی دی  امریکایانو ایټمي موافقې ته ستر ګوذار ورکړ او د دغې موافقې په خلاف ورزۍ یوازې تورنه نه ده بلکې اصلي مجرمه ده.

یمنیانو د تیري ګر سعودي ائتلاف خلاف توغندوي عملیات وکړل . د فارس خلیج په ساحل کښې د سعودي عربستان  دالدمام په بندري ښار کښې د چاودنې په اړه له راپورونو وروسته سعودي ائتلاف د عربستان په ختیځو سیمو باندې توغندوي حمله تایید کړه.

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ هم  د نورو ورځپاڼو په شان د افغانستان د پنجشیر موضوع ته اشاره کړی ده او په غټو تکیو یې لیکلی دی ، د پنجشیر نسکوریداد افغانستان راتلونکې په شک کې .ورځپاڼه لیکی چی طالبانو پرون ویلی دی پنجشیر یې په بشپړه نیولې دې او جنګ ختم شوی دې او دوی اوس غواړی چی یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړی . خو احمد مسعود په یوه ټویټ کې د پنجشیر د نسکوریدا په غبرګون کې ویلی دی سالم دې او جنګ هماغه راز دوام لری .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده ویلی دی په پنجشیر د بهرنیو ځواکونو حملې محکومې دي .

شپږ فلسطین بندیان د صیهونیسټ رژیم له یوه زندانه تښتیدلی دی . شپږ تنه فلسطیني اسیران وړمه شپه وتوانیدل چې د لسګونو میټره اوږد ټنل  له لارې د جلبوع په نامه د صهیونیسټي رژيم له سخت جیل څخه وتښتي. د لبنان حزب ا... غورځنګ ټینګار وکړ دا کوم کار چې فلسطیني اسیرانو وکړ اسرائیلو او د هغوي سختو امنیتي تابیاؤ ته یوه سخته څپیړه وه .

دیلتا کرونا د جرمنی ۱۱ صوبې سرې کړې .

د رهبرۍ ستر مقام د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر ته د تسلیت په پیغام کې فرمایلی دي شیخ قبلان  د مقاومت ارزښتمن او وفادار  دوست  وو .

نیوزویک مجله

یادونه کوو دا د دغو ورځپاڼو خپل نظرونه دی او مونږه یې مسولیت پرغاړه نه اخلو .

نیوزویک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پنجشیر وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، طالبان د دې ولایت د نیولو ادعا کوي، خو د مقاومت جبهې د خپلې مبارزې د دوام خبره کړې ده.

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، پنجشیر د دوی له خوا په بشپړ ډول ونیول شو، خو د مقاومت سرچینو وویل، د دوی کسان لا هم په سنګرونو کې دي.

نیوزویک د عیني شاهدانو په حواله لیکلي، د طالبانو زرګونه جنګیالیو د دوشنبې په شپه د پنجشیر په اتو ولسوالیو بریدونه وکړل.

احمد مسعود چې ځان د مقاومت د ملي جبهې مشر بولي پر ټویټر لیکلي، د پنجشیر د سقوط خبره چې په پاکستاني رسنیو کې ډېره منعکسه شوې، واقعیت نه لري.

نیوزویک د مطلب په یوه برخه کې لیکلي، د پنجشیر د سقوط په اړه امرا... صالح چې ځان د جمهوري ریاست سرپرست بولي، څه نه دي ویلي.

نېشنل انټرسټ

نېشنل انټرست خپرونې دا پوښتنه کړې چې ایا پاکستان او طالبان دایمي ملګري دي او یو بل ته لا هم اړتیا لري؟

د خپرونې په لیکنه، د دواړو لوریو اړیکې یو ښکاره راز دی او د طالبانو اداره د اسلام اباد له خوا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري.

په نویمه میلادي لسیزه کې د طالبانو حکومت یوازې د درېیو هېوادونو پاکستان، عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا په رسمیت وپیژندل شو.

نېشڼل انټرست لیکلي، اسلام اباد دوه هدفه تعقیب کړي، اول دا چې د دوی یو ملګری رژیم پر کابل واکمن شو او بل دا چې د طالبانو پخواني نظام له هند سره هېڅ ډول اړیکې نه درلودې.

د لیکوال په باور، اوس یو شمېر کړۍ پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ جشنونه لمانځي.

انډپنډنټ

د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو پر دې امر تمرکز کړی چې ښځینه محصلانو ته یې ویلي، پوهنتونونو کې دي حجاب مراعات کړي.

طالبانو دغه راز ویلي، خصوصي پوهنتونونه دې د پردې په اچولو سره د یوه ټولګي دننه نجونې او هلکان سره جلا کړي.

ورځپاڼې د پوهنتون د یوه استاد په حواله ویلي، دې لارښونو د دوی چارې یو څه ستونزمنې کړي، ځکه کافي ټولګي او کافي شمېر ښځینه استادانې نه لري.