احمدي وايي د امریکابخښنه کفایت نه کوي
ایمل احمدي چې ۳ کلنه لور یې ملکه تېره میاشت د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شوه وویل چې د دوی کورنۍ د امریکا له حکومته غواړي چې په دې اړه پلټنه وکړي چې چا پر دوی د حملې امر وکړ او هغه پوځي ته سزا ورکړي چې د دې برید مسوولیت په غاړه لری.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د هغې افغان کورنۍ چې د ۷ ماشومانو په ګډون یې ۱۰ غړي په کابل کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول، پاتې کسان وايي د امریکا له لوري بخښنه کافي نه ده.
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو قوماندان جنرال کینټ مکینزي په کابل کې د تېرې میاشتې د حملې په خاطر بخښنه غوښتې ده.
ایمل احمدي چې ۳ کلنه لور یې ملکه تېره میاشت د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شوه وویل چې د دوی کورنۍ د امریکا له حکومته غواړي چې په دې اړه پلټنه وکړي چې چا پر دوی د حملې امر وکړ او هغه پوځي ته سزا ورکړي چې د دې برید مسوولیت په غاړه لری.
احمدي زیاته کړه دا زموږ لپاره کافي نه ده چې ووايي بخښنه غواړو. امریکا باید هغه کس پیدا کړي چې دا برید یې کړی دی.
امریکاهغه وخت ادعا وکړه چی د دغه هیوادبې پایلیټه الوتکې د کابل هوایی ډګر ته نږدط د داعش د ځان وژونکی کس په ګادی حمله کړی ده . دا په داسې حال کې دي چی دغه توغندې په یوه کور لګیدلې وو .
دا لومړې ځل ندې چی امریکا په افغانستان کې ملکیان په نښه کوی .