د ایران د مرستو دریمه جوپه افغانستان ته ورسېده
Sep 27, 2021 03:08 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو دریمه جوپه د کابل هوایي میدان ته ورسېده.
د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د خلګو سره د مرستې په موخه ۱۵ ټنه خوراکي مواد یې د کابل هوایي میدان ته ور ولېږل.
اسلامي ایران په تېرو ورځو کې هم د خوراکي موادو او روغتیایي توکو او درملو دوې لویې جوپې افغانستان ته ور استولي وې.
د طالبانو له راتګ سره سره د ایران اسلامي جمهوریت اعلان وکړ چي ایران به د افغانستان د ولس تر څنګ پاتي شي او د یو ټول شمول حکومت د جوړېدو په لړ کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
ټیګونه