بګرام کښې د چین پوځیان نه دي دیره شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106440-بګرام_کښې_د_چین_پوځیان_نه_دي_دیره_شوي
زمونږ خبریال وايي طالبانو په بګرام هوايي ډګر د چین د پوځي الوتکو د کوزیدا او په دغه اډې کښې د چین د پوځيانو د دیره کیدا خبر بې اساسه وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 12:59 Asia/Kabul
  • بګرام کښې د چین پوځیان نه دي دیره شوي

زمونږ خبریال وايي طالبانو په بګرام هوايي ډګر د چین د پوځي الوتکو د کوزیدا او په دغه اډې کښې د چین د پوځيانو د دیره کیدا خبر بې اساسه وباله .

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي نن وویل د اوازو په اپوټه نه د چین کومه الوتکه په بګرام اډې کښې کوزه شوي او نه هلته د  چین پوځيان دیره شوي دي .

بیګا له دریو (۳) میاشتو وروسته د بګرام اډې ګروپونه ولګیدل او ورپسې د افغانستان د اینټرنیټ استعمالونکو  لخوا چین ته د دغه  پوځي اډې  د سپارلو په هکله زیاتې اوازې خپرې شوې .

د بګرام هوايي اډه درې (۳) میاشتې مخکې په کامل ډول د امریکا د زرګونو عسکرو له شتون څخه خالي شوه .