د بادغیس ولایت خلکو په امنیتي حالت رضایت ښودلی
د افغانستان په ځینو سیمو کښې له ناامنیو سره سره د بادغیس ولایت خلک وايي په تیره یوه (۱) میاشت کښې په دغه ولایت کښې امنیت او ثبات واکمن شوی .
دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د طالبانو له واکمنیدا مخکې بادغیس ولایت د هیواد تر ټولو ناامنه ولایت ګڼل کیده .
د افغانستان د بادغیس ولایت وسیدونکو له« صدای افغان »خبري اژانس سره په مرکه کښې په دغه ولایت کښې د امنیتي حالاتو په ښه کیدا باندې د خوښې په څرګندولو سره وویل دوې په ارام سره ژوند کوي او نور د جنګ او د نښتې اندیښنه نلري .
د افغانستان د بادغیس ولایت خلکو دغه راز د سړي تښتونې او د وسله والو غلاګانو په شمول د جنایي جرمونو د اندازې د کمیدا خبر ورکړ او وايي نن سبا دوې د غلاګانو او د جنایتونو ډیرې کمې پیښې ویني .
د بادغیس ولایت په امنیتي حالاتو د دغه ولایت د وسیدونکو رضایت په داسې حال کښې دی چې په پلازمینې کابل او په ختیځ کښې د ننګرهار ولایت په شمول د هیواد ځینې نورې سیمې د ترهګرو حملو په شمول له تاوتریخوالو د ډکو پیښو کتونکي دي چې د خلکو اندیښنه یې راپارولي ده .
پرون هم په کابل کښې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور د مړینې د فاتحې د لوستلو په مراسمو کښې په بم چاودنه کښې کابو اته (۸) کسان مړه او شل(۲۰) نور ژوبل شوي وو چې تراوسه یې کوم ډلې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .