داعش ډله د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106600-داعش_ډله_د_افغانستان_لپاره_جدي_ګواښ_نه_دی
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو ویاند وویل داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 09:23 Asia/Kabul
  • داعش ډله د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه دی

شفقنا خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو ویاند وویل داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دی .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرې سره چې داعش ترهګره ډله له ولسي او خارجي ملاتړه برخوره نه ده وویل  دغه تکفیري ډله به زر په افغانستان کښې وځپل شي او له مینځه به یوړل شي .

د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور د وزارت مرستیال او د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل ، جلال اباد ، هرات او مزار شریف ولایتونو کښې وروستیو هدفمنو وژلو او حملو ته په اشارې سره وویل داعش ترهګره ډله نیت لري په افغانستان  کښې د طالبانو حکومت کمزوری کړی خو داعش ډله به ناکامه شي .

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه طالبانو په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د پټنځایو د تباه کولو عملیات پیل کړي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې نړیوالې ټولنې مخکې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې په احتمالي شتون اندیښنه څرګنده کړي ده .