طالبانو په افغانستان په بهرنیو اسعارو  راکړه ورکړه منع کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107788-طالبانو_په_افغانستان_په_بهرنیو_اسعارو_راکړه_ورکړه_منع_کړه
 د طالبانو حکومت همداراز پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، ددغه فرمان له خلاف ورزي کونکو سره  قانوني چلند کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 10:08 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان په بهرنیو اسعارو  راکړه ورکړه منع کړه

 د طالبانو حکومت همداراز پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، ددغه فرمان له خلاف ورزي کونکو سره  قانوني چلند کیږي .

 

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ په افغانستان کې دطالبانو موقته حکومت بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، ددغه  هیواد ملی ګټې  او  اقتصادي وضعیّت ایجابوي ، درست افغانان دې په راکړې ورکړې کې له افغانۍ کرنسۍ استفاده وکړي .

د طالبانو حکومت له درستو خلکو ، تاجرانو او دکاندارانو هم غوښتي  هرډول ډول معادلات  او راکړه ورکړې دط  له افغانۍ پیسو سره ترسره کړي او  د  بهرنیو اسعارو  له کارولو دې ډډه وکړي .

د طالبانو په اعلامیې کې راغلی دي ، له بهرنیو اسعارو څخه استفادې  د افغانستان پر اقتصاد  منفي اغیزې لري  او تاوان ئې درستو افغانانو ته رسیږي .

 د طالبانو حکومت همداراز پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، ددغه فرمان له خلاف ورزي کونکو سره  قانوني چلند کیږي .د امریکاډالر  په افغانستان کې  داقتصادي ورځې  فعالیتونو په ترسره کولو کې ستر رول لري .

داپه داسې حال کې  دي چې  امریکا  ددغه هیواد په بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ  او همداراز ددغه  هیواد د سروزرو  زیرمې  کنګل کړي دي چې دغې چارې  د افغان ولس پر معیشت او تجارتی فعالیتونو ډيرې اغیزې شیندلي دي