طالبانو په افغانستان په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع کړه
د طالبانو حکومت همداراز پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، ددغه فرمان له خلاف ورزي کونکو سره قانوني چلند کیږي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ په افغانستان کې دطالبانو موقته حکومت بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، ددغه هیواد ملی ګټې او اقتصادي وضعیّت ایجابوي ، درست افغانان دې په راکړې ورکړې کې له افغانۍ کرنسۍ استفاده وکړي .
د طالبانو حکومت له درستو خلکو ، تاجرانو او دکاندارانو هم غوښتي هرډول ډول معادلات او راکړه ورکړې دط له افغانۍ پیسو سره ترسره کړي او د بهرنیو اسعارو له کارولو دې ډډه وکړي .
د طالبانو په اعلامیې کې راغلی دي ، له بهرنیو اسعارو څخه استفادې د افغانستان پر اقتصاد منفي اغیزې لري او تاوان ئې درستو افغانانو ته رسیږي .
د طالبانو حکومت همداراز پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، ددغه فرمان له خلاف ورزي کونکو سره قانوني چلند کیږي .د امریکاډالر په افغانستان کې داقتصادي ورځې فعالیتونو په ترسره کولو کې ستر رول لري .
داپه داسې حال کې دي چې امریکا ددغه هیواد په بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ او همداراز ددغه هیواد د سروزرو زیرمې کنګل کړي دي چې دغې چارې د افغان ولس پر معیشت او تجارتی فعالیتونو ډيرې اغیزې شیندلي دي