ترکیه:
د افغانستان د نوی حکومت په رسميت پېژندنې لپاره بېړه نه کوو
Nov 06, 2021 14:11 Asia/Kabul
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره بېړه نه کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو دې ته په اشارې سره چي طالبان په رسميت نه پېژنې د دې ډلي له موقتې ادارې سره د انقرې همکارۍ تائید کړ.
هغه د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د ترکیې بې پامي ناممکنه وباله او په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او کړکېچ څخه په مخنیوی باندې ټینګار وکړ.
طالبان د روان کال د اګوست د میاشتې او د کابل تر نیولو وروسته هڅه کړې چي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي خو نړیواله ټولنه د طالبانو په رسمیت پېژندنه یې د بشري حقوقو سره د افغانستان د موقتي ادارې په چلند پوري مشروطه کړې ده.
ټیګونه